د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

اسټراليا له افغانستان سره د کرېکټ د يو ورځنيو لوبو سيالي لغوه کړې ده


د اسټراليا او افغانستان کرېکټ لوبه، انځور - ارشيف
د اسټراليا او افغانستان کرېکټ لوبه، انځور - ارشيف

د استرالیا کرېکټ بورډ نن اعلان وکړ چې، د طالبانو له لوري، د ښځو او نجونو پر زده‌کړې او تعلیم د لګول شویو بندیزونو له امله یې د افغانستان له کرېکټ لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړې ده.

دغه بورډ په یوه بیان کې ویلي چې، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینه‌و لپاره د لوبې د ودې ملاتړ ته ژمن دی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ښو شرایطو په تمه به د د دې هېواد له کرېکټ بورډ سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د استرالیا کرېکټ بورډ دغه راز په دې برخه کې د استرالیا د حکومت ملاتړ هم ستایلی دی.

د طالبانو سرپرست حکومت د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړه د بندیز ترڅنګ په دې وروستیو کې ښځې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې له کار کولو هم راګرځولې دي.

XS
SM
MD
LG