د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

نوین الحق: بیګ باش سیالیو کې ګډون نه کووم


نوين الحق
نوين الحق

د افغانستان د کرېکټ د ملي ټیم لوبغاړي نوین الحق ویلي د اسټرالیا په شل اووریز تجارتي لیګ بېګ باش کې ګډون نه کوي.

هغه په خپل ټوېټر لیکلي دا پرېکړه یې د اسټرالیا د کرېکټ بورډ د وروستي اعلان په غبرګون کړې چې له افغانستان سره یې درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړي.

نوین الحق د اسټرالیا د کرېکټ بورډ پرېکړه «ماشومانه» بللې او ویلي یې دي چې د کرېکټ د ملاتړ پر ځای د افغانانو یواځینۍ خوښي هم ترې اخلي.

نوین الحق د بېګ باش لیګ په سیډني سکسرز لوبډله کې شامل شوی و.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ نن وختي اعلان وکړ چې په مارچ میاشت کې له افغانستان سره پلان شوې دری یو ورځنۍ لوبې يې په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت ته په کتو لغوه کړې دي.

دغه بورډ ویلي د افغان ښځو او نجونو لپاره د ښو شرایطو په تمه به د د دې هېواد له کرېکټ بورډ سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړه د بندیز ترڅنګ په دې ورستیو کې ښځې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې له کار کولو هم راګرځولي دي.

XS
SM
MD
LG