د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۲۳

د يلدا شپه افغان نجونو او محصلانو ولې په ژړا او اوښکو څڅولو ونمانځله؟


يو شمېر مېرمنې او نجونې کابل کې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر مېرمنې او نجونې کابل کې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف

د ډیسمبر شلمه، د کال تر ټولو اوږدې یا د یلدا شپې ماښام و چې طالبانو د یو فرمان په صادرولو سره د ټولو نجونو محصلانو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې.

د یلدا شپه افغانان په کلتوري توګه په بېلابېلو بڼو نمانځي، خو ګڼې افغان محصلانې وايي تېره یلدا یې په اوښکو رڼه کړه.

ننګرهار کې د حقوقو د پوهنځي محصله ثریا وايي: "په کومه شپه چې دوی (طالبانو) اعلامیه خپره کړه په همغه شېبه زما هغه هیلې او ارمانونه؛ هغه خوبونه او خیالونه مې چې د ځان لپاره کتلي وو او کورنۍ مې هیله درلوده چې زه به یوه ورځ د دوی درد ته دوا کېږم ټول له خارو سره خاروې شول، تاسې بارو وکړئ د یو انسان د هیلو وژل د یو نژدې عزیز له لاسه ورکولو څخه کم نه دي. انسان په هیلو سره ژوند کولی شي او اوس زموږ هیلې مړې شوې دي."

ثریا پر دې سربېره سهار پوهنتون ته ولاړه خو هلته ازموینو کې دې او د دې په څېر ګڼو نورو نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

انسان په هیلو سره ژوند کولی شي او اوس زموږ هیلې مړې شوې دي."

د ننګرهار په طب پوهنځي کې اعتراضونه وشول چېرې چې نارینه محصلینو هم د ازموینې پارچې پرېښودې او د ښځینه محصلینو په ننګه يې د اعتراض په ډول ازموینې ور نه کړې.

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د محصلینو دې اعتراض په افغانستان کې نورو مدني اعتراضونو ته هم لار هواره کړه.

په سبا يې په کابل کې معترضې مېرمنې سړکونو ته راووتې چې د نور کله په څېر یې اعتراض د طالبانو له‌خوا وځپل شو.

په سبا یې د افغانستان لوېدیځ کې د هرات پوهنتون محصلانو اعتراض وکړ، خو ځايي واکمنو معترضان د اوبو په پاشلو خواره کړل.

په کندهار کې بیا د لوړو زده کړو څخه د نجونو د منعه کولو په پرېکړه معترض محصلان د طالبانو له ډزو او وهلو ډبولو سره مخ شول.

کابل کې معترضې افغان محصلانې
کابل کې معترضې افغان محصلانې

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له دې اعترضونو سره د پوهنتونونو یو شمېر استادان هم یو ځای شول او ځینو یې له دندو د استعفا اعلانونه وکړل له دې ډلې د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ لومړنی و چې د خپلې استعفا اعلان یې وکړ.

هغه ازادي راډیو ته د خپلې استعفا په اړه داسې وویل: "زما لپاره ډېره سخته ورځ وه چې زه له لسو کالو زحمتونو څخه تېر شم سره له دې دا ښه انتخاب نه و خو بله لار نه وه او بالاخره مجبور شوم چې د یوه مدني اعتراض په توګه له استادۍ استعفا وکړم."

د افغان نجونو پر پوهنتوني زده کړو د طالبانو د بندیز پر ضد د اعتراضونو لړۍ له هېواد بهر هم پراخه شوه او په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو لاریونونه وکړل.

د جرمني هیلدن ښار کې د افغانانو لاریون؛ چې ګډونوال یې د افغان ښځو د حقونو په ننګه راووتل.

د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري د دې لاریون له تنظیمونکو څخه ده.

نوموړې وايي: "پر ټولو هغو نارینه ورونو او پلرونو چې د نجونو د زده کړو پر حق باور لري او زده کړې يې د نجونو حق ګڼلی، ورباندې غږ کوم چې د خپلو خویندو ترڅنګ ودرېږئ او پرې‌نږدئ چې د پوهنتونو موضوع هم د ښوونځیو د بندېدو په څېر سړه شي او له پامه وغورځول شي."

ظريفه غفاري
ظريفه غفاري

پر دې سربېره په بریتانیا، پاکستان، متحده ایالتونو او کاناډا کې هم یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو لاریونونه وکړل او افغان نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه یې وغندله.

د ډیسمبر پر۲۲مه د طالب حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزون سره مرکه کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو د پرېکړې دفاع وکړه او ادعا یې وکړه چې د پوهنتونونو په نصاب کې ستونزې او همدارنګه ښځینه محصلانو د حجاب په شمول د دوی له خوا لګول شوي قیودات نه مراعتول.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر دې ادعاو لا ډېرې پوښتنې او نیوکې را پورته کړې.

"اول دې راته ووايي هغه نصاب چې موږ ته تدریسېږي په کومه برخه کې يې ستونزه ده او د شریعت خلاف ده

د ثریا په نوم يوې محصلې ازادي راډيو ته وويل: "اول دې راته ووايي هغه نصاب چې موږ ته تدریسېږي په کومه برخه کې يې ستونزه ده او د شریعت خلاف ده، که چېرته داسې وي نو دا نصاب خو د نارینو ته هم تدریسېږي نو باید په هغوي هم بند شي. بله د حجاب مسئله ده، تاسې د حجاب تعریف څنګه کوئ؛ ایا تاسې تور لوی کمیس او تور څادر په حجاب کې نه حسابوئ دا هغه څه دي چې موږ يې په سمه توګه رعایت کوو، له لیلیو څخه د نجونو د سفر خبره چې وزیر صیب مطرح کړی ده؛ زه وزیر صیب ته دا وایم چې تاسې به هم لورګانې لرئ او ښځه به لرئ ته يې اول له کومې سره بېرون ځې؟ کومې لور ته دې اول رسېدنه کوې؟ زما پلار به اول زما کومې خور ته رسېدنه کوي؟ ستاسې خو لورګانې بیرون درس وايي، زموږ پلار کومې ته رسېدنه وکړي؟. دا یوازې هغه شیان دې چې دوی یوازې د خلکو د خولو بندول او مشکلاتو ډېرولو لپاره کوي."

د حسینې په نوم يوه بله محصله وايي: "دا خبرې زه نه‌منم، ځکه له کومې ورځ چې نظام تغیر وکړ په هغو ټولګیو کې هلکان او نجونې وې څه يې سره بېل شول او هغو ټولګیو کې چې د نجونو تعداد ډېر کم و د دوی ترمنځ پرده ووهل شوه. زموږ حجاب منظم وو خو له دې سره زموږ پوهنتون بند شو او زه له امارته غواړم چې زموږ هیلې او ارمانونه په یوه ورځ کې له منځه مه وړئ."

د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونو د دروازو تړل د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لړۍ وروستۍ کړۍ نه شوه، بلکې د ډیسمبر پر ۲۶مه نېټه يې په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په اعلانولو سره افغانانو، نړۍ او نړېوالو سازمانونو ته بل ټکان هم ورکړ.

د نړۍ لسګونو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په شمول نړېوالو ادارو د طالبانو دا پرېکړه وغندله.

په غبرګون کې یې ګڼو هغو نړېوالو ادارو چې په افغانستان کې يې د روغتیا او نورو بشري مرستو رسولو کې ونډه درلودله خپل کارونه ودرول.

د سیف د چلډرن عملیاتي مشر ډېوېډ رایټ ازادي راډیو ته وویل: "موږ له ښځینه همکارانو پرته کار نه‌شو کولی او زموږ د کارونو ځنډېدل ښايي د هغو خوارځواکو ماشومانو د مړینې سبب شي چې موږ سره د درملنې لاندې دي."

طالبانو چې له څو محددو برخو پرته یې د ګڼو نورو دولتي ادارو کارکونکې لا د مخه په کورونو کېنولې وې، د نا دولتي ادارو د ښځینه کارکونکو پر کار له بندیز سره یې تقریبا ټولې افغانې ښځې په کورونو کړې.

تر دې مخکې طالبانو د ښځو چارو وزارت لغوه کړ او په ګڼو نورو دولتي ادارو کې هم ښځو ته ویل شوي وو چې کارونو ته دې نه ورځي.

په ځینو ادارو کې له ښځینه کارمندانو غوښتل شوي وو چې پر خپل ځای دې د کورنۍ نارینه کارونو ته واستوي.

حمیرا چې په تېر نظام کې مدافع وکیله وه وايي، طالبانو يې د کار جواز لغوه او په کور يې کېنوله.

نوموړې وايي: "هغه وروستي تماسونه او راپور چې موږ يې لرو په دې کې مدافع وکیلان د طالبانو له‌خوا د تهدید، توهین او په خپل سرنیولو سره مخ شوي دي او حتی داسې هم پېښې شوي دي چې کومو وکیلانو چې د دوی قضیې مخکې درلودلې اوس تهدید سره مخ دي."

افغان ژورنالېستانې او د رسنیو کارکونکې د افغان ښځو بل فعال قشر و چې په تېر کال یې د طالبانو د پرله‌پسې محدویتونو له کبله ګڼې استعفاو ته اړې شوې.

په ځانګړې توګه د ټلوېزونونو پر ښځینه ویاندویانو د ماسک تړل اجباري شول.

د لېمې په نوم یوې افغانې ژورنالېستې ازادي راډیو ته وویل چې، د طالبانو له‌خوا پرله‌پسې محدودیتونو ګڼې ښځینه ژورنالېستانې اړې کړې چې له دندو استعفاوې ورکړي.

اغلې لېمې وويل: "دوی خپلې دندې د دې لپاره له لاسه ورکړې چې محدودیتونه وضعه شول او د دې محدودیتونو په وجه موږ ونه شو کړای چې خپلو دندو ته دوام ورکړو او د خپلو خلکو اواز و اوسو."

له کوره بهر په خصوصي او دولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار د محدویتونه سر بېره طالب واکمنو تېر کال هڅه وکړه چې په ښارونو کې د ښځو ورځنی تګ راتګ او له کوره وتل هم محدود کړي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

دوی په ګڼو ښارونو کې د ښځو عامه حمامونه وتړل او پارکونو ته یې چې مخکې اونۍ کې دوه ورځې ښځو ته د ورتګ اجازه ورکړې وه، د تېر نومبر په میاشت کې په بشپړه توګه د ښځو ورتګ منع کړ.

طالبانو لا د مخه د خپلې دویم ځلي واکمنۍ د پيل سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي وو او ویلي یې وو چې دا ښوونځي به د دوی په وینا د یوې " کړنلارې له بشپړېدو" وروسته ژر بېرته پرانیستل شي.

خو کله چې یې د نجونو په وړاندې پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه، نو ورسره د شپږم ټولګي پورته نجونو هغه هيلې هم مړاوې شوې چې ګوندې یوه ورځ به بېرته ښوونځيو ته ستنې شي.

نرګس یوه له هغو نجونو ده چې ښوونځی یې تړل شوی دی.

نوموړې وايي: " کله چې نویو حاکمانو حکومت پيل کړ نو ور په ورو يې خپله هغه اصلي څېره خلکو ته ښودله. په پېل کې پوهنتونونه تړلي وو او ښوونځي خو لا دا دې تر اوسه تړلي دي. دا زما او نورو نجونو لپاره ډېره سخته ده زه تل خپل هغه بکس ته ځیره یم چې ځانته مې نوی اخیستی و چې ښوونځي ته به يې وړم او لا تر اوسه ورته ځیر یم چې کله به يې ځان سره ښوونځي ته وړم."

له دې محددویتونو سربېره طالبانو له محرم پرته ښځې له لرې واټن سفره منعه کړې، پر ښځو يې حجاب اجباري کړی، په ښارونو کې یې ټکسي چلونکو ته امر کړی چې له محرم پرته ښځې دې موټر ته نه پورته کوي.

په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو څخه غوښتل شوي دي چې پر ښځو دې سیم کارټونه نه پلوري.

پر ښځو د طالبانو د حکومت دا پرله‌پسې بندیزونه، د بشري حقونو نړېوالو سازمانونو د ټولنې څخه د افغان ښځو حذفول، د افغان ښځو خلاف کمپاین او د بشري حقونو جدي سرغړاوی بللی دی.

همدارنګه په کور دننه ګڼو افغانانو ان یو شمېر طالب پلوو هم پر ښځو د طالب مشرتابه دا پرله‌پسې بندیزونه غندلي او دا یې د افغانستان د نيميايي وګړو خلاف تبعیض او د افغانستان او افغانانو د اوس او راتلونکې په وړاندې دښمني ګڼلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG