د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

ملګري ملتونه: افغانستان کې به د يوناما د ټولو ښځينه کارکوونکو دندې خوندي وي او معاش به ورکول کېږي


د يوناما لوګو
د يوناما لوګو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سياسي استازولۍ دفتر (یوناما) ډاډ ورکړی، چې د خپلو ښځینه کارکوونکو معاشونه به ورکړي او ویلي یې دي، چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د خلکو لپاره مهم رول لري.

یوناما د چهارشنبې په ورځ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د دې ادارې د ټولو ښځینه همکارانو ساتلو ته ژمن دي او د هيڅ يوې ځاى به نارینه کارکونکى ونه نيسي.

خو یوناما دا نه‌دي ویل چې ایا هغو ښځینه کارکوونکو ته چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په پروژو کې په قراردادي ډول کار کوي، هم معاش ورکول کېږي او که نه.

يو شمېر ښځې چې په افغانستان کې په قراردادي بڼه د ملګرو ملتونو سازمان د پروژو د تطبيق مسووليت لري او د کورنيو بنسټونو يو شمېر نورې کارکوونکې د خپل کار او اقتصادي مبهم وضعيت په اړه اندېښمنې دي.

یوې مېرمن چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي او په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو سازمان د پروژو د پلي کولو په برخه کې له یوې کورنۍ موسسې سره کار کاوه، ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه ورته د معاشونو د دوام ډاډ نه‌دی ورکړل شوی.

يادې مېرمنې وويل: "چیرې چې مونږ کار کوو یو کورنى بنسټ دي. له نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو سازمان پروژې اخلو او تطبیقوو يې، دفتر هيڅ نه‌دي ويلي، چې زمونږ معاشونه به راکړي که نه. اندېښمن یو، چې ایا د ملګرو ملتونو سازمان به هغو ښځینه کارکوونکو ته چې په پروژو کې وې، معاش ورکړي که نه؟ هیڅ معالومات نه‌لرم."

د کور لګښت زما په غاړه دى او له دې له امله ډېره اندېښمنه یم، نه پوهېږم چې معاش به هم راکړي که نه."

په همدې حال يوه بله مېرمن، چې د بهرنیو مرستو په يوې نادولتي موسسه کې یې کار کاوه، هم ورته اندېښنه لري.

دا هم چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته يې، وويل چې د يتيمو ماشومانو د پالنې په څانګه کې يې د سيمه‌ييزې کارکوونکې په توګه کار کاوه.

نوموړې وايي: "هغه مهال پیسې یا معاش لاس ته راځي چې کار شوی وي، مونږ اوس په کور کې یو، زمونږ ټول کارونه ساحوي وو او اوس اجازه نه‌لرو چې ساحې ته لاړ شو او کار وکړو. د کور لګښت زما په غاړه دى او له دې له امله ډېره اندېښمنه یم، نه پوهېږم چې معاش به هم راکړي که نه."

طالبانو په نړيوالو مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار بنديز ولګاه، چې دا بنديز پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
طالبانو په نړيوالو مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار بنديز ولګاه، چې دا بنديز پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

یوناما په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د يوناما مرستیال مارکوس پوتزل د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا له سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د ښځو پر کار به بندیز په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر له خڼډ سره مخ کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه باید ليرې شي، تر څو د افغانستان د لا اقتصادي زیان او انزوا مخه ونیول شي.

سربېره پر دې، د یوناما د بشري چارو همغږي کوونکي فران اکیزا د طالبانو د حکومت د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو له وزیر محمد یونس اخندزاده سره په لیدنه کې په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پر لرې کولو ټینګار کړى دى.

د طالبانو د حکومت ویاندويانو په نا دولتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د ليرې کولو په اړه د دوى د پرېکړې د بدلون د احتمال په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو د حکومت له‌خوا په نادولتي کورنيو او نړيوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې ولګول شو، په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG