د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

جرمني له افغانستانه بهر ۵ زره نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو یو انځور
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو یو انځور

د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت غواړي چې د سکالرشیپونو په مرسته د سیمې او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ۵ زره افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د افغان ځوانانو لپاره د سکالرشیپونو د اعلان په دوام دا ځل جرمني اعلان کړی چې د هغو زرګونو افغان ښځو او نجونو لپاره به د زده کړو زمینه برابره کړي چې د طالبانو د حکومت له خوا له زده کړو بې برخې شوې دي.

يو شمېر ښځينه محصلانې د جرمني حکومت له دې اقدام هرکلى کوي، خو وايي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر مخ ټولې لارې تړلې او د دوى لپاره له دا ډول بورسونو ګټه اخيستل ګران دي.

له دغو محصلانو څخه یو یې، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه چې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته په هېواد کې د نجونو د زده کړو ساحه محدوده شوې ده، د محرم محدویت شته، موږ که چېرې ځو له ځان سره باید محرم کس ولرو. زما په فکر د افغان نجونو له پاره دا ډول بورسیې مناسبه حل لاره نه ده."

دا وايي چې د افغان نجونو لپاره د زده کړې شرایط ورځ په ورځ سختېږي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو په ټول افغانستان کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو په ټول افغانستان کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022

په ورته وخت کې د پوهنتون یو استاد خوشحال اصفي په دې باور دی چې که د افغان نجونو د زده کړو لپاره څه کېږي، باید په افغانستان کې دننه وشي.

اصفي د جرمني د حکومت دا کړنه ستايي، خو وايي نړۍ بايد پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو لپاره د زده کړو دروازې پرانېزي.

هغه زیاتوي: "دا به ښه وی چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې پر واکمنې ډلې فشار راوړي چې په افغانستان کې دننه ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي. هغه څه چې جرمني تېره اوونۍ اعلان کړل دا کار ناشوني ښکاري، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېر خنډونه پراته دي، له افغانستانه وتل، په ځانګړې ډول د یوې نجلۍ او ښځې لپاره په دې حالت کې چې حاکمه ډله دوی بې محرمه سفر ته نه پرېږدي سخت کار دی، دوی ته به څنګه اجازه ورکړي چې پاکستان یا بنګله دېش ته د زده کړو لپاره ولاړې شي."

د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویلي چې په پاکستان، بنګله دېش او قرغزستان کې به ۵۰۰۰ افغان مېرمنو ته د سکالرشیپونو په ورکولو سره د زده کړو زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې چې دا پروګرام د هغو نجونو لپاره پیل شي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته بنګله دېش، قرغزستان او پاکستان ته تللې دي.

د جرمني د اکاډمیکې تبادلې سرویس چې د دې پروګرام اسانتیاوې برابروي، ویلي چې د دې پروګرام هدف هغه ښځې او نجونې دي چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوې وې.

د دغه پروګرام بودیجه څه باندې ۷ میلیونه یورو ده چې د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت له خوا ورکول کېږي.

د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیرې سوینیا شولزه ویلي، د طالبانو پالیسي نه یوازې د ښځو په وړاندې سپکاوی دی، بلکې د افغانستان د پرمختګ لپاره هم زهرجنه ده.

هغې په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې له لوستو ښځو پرته له لوږې او بېوزلۍ څخه د خلاصون لاره نه شته او دوى به د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د حل د لارو چارو له لټولو لاس وانخلي.

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، څو هېوادونو، نړیوالو موسسو او پوهنتونونو د زرګونو افغان ښځو او نجونو لپاره سکالرشیپونه اعلان کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG