د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

طالبانو تر شپږم ټولګي د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو امر وکړ


د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا دوشنبه ناوخته په یوه مکتوب کې امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې باید له شپږم ټولګي ښکته د نجونو ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د موسسو له خوا تمویلېدونکي ټولګي بېرته پرانیستل شي.
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا دوشنبه ناوخته په یوه مکتوب کې امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې باید له شپږم ټولګي ښکته د نجونو ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د موسسو له خوا تمویلېدونکي ټولګي بېرته پرانیستل شي.

طالبانو تر شپږم ټولګي ښکته د نجونو د ټولو ښوونځیو او ښوونیزو مراکزو د بیا پرانیستلو امر کړی دی.

د طالبانو په نوي امر سره به د نوريې او فرشتې په څېر زرګونه له شپږم ټولګې ښکته وړې نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي چې مخکې د ښوونځیو تړل کېدو زړه ماتې کړې وې.

نوریه او فرشته چې په کندهار کې د یوه محلي ټولګي زده کوونکې وې څه وخت مخکې یې ازادي راډیو ته سره خبرې کړې وې.

نوریې ویلي و: "زموږ صنفیانو ژړلو چې کورو ته لاړو. موږ غواړو چې خپل مکتبونه ووایو، خپل درسونه ووایو، دا ولې بندیزي؟"

د کندهار د یوه محلي ټولګي بله زده کوونکې فرشتې ویلي: "په کور کې څوک نه لرو چې درس راته ووایي. نه مې د پلار درس زده دی نه مې د مور زده دی. باید زموږ مکتبونه ژر پیل شي په کور کې څوک مرسته نه شي راسره کولای."

د طالبانو د پوهنې وزارت د نوي امر په اساس له دې وروسته وړې نجونې کولای شي بېرته ښوونځیو او ښوونیزو مراکزو ته ولاړې شي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا دوشنبه ناوخته په یوه مکتوب کې امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې باید له شپږم ټولګي ښکته د نجونو ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د موسسو له خوا تمویلېدونکي ټولګي په بشپړه توګه بېرته فعاله شي.

په مکتوب کې راغلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امر سره په ځینو ولایتونو کې سیمه ییزو چارواکو له شپږم ټولګي ښکته نجونې هم ښوونځي ته نه پرېښودلې.

د پوهنې وزارت همداراز ښځینه ښوونکو ته ویلي چې په خپل حجاب کې په پوره ډاډ بېرته تدریس ته دوام ورکړي.

مولوي حبیب الله اغا ویلي چې که چېرته سیمه ییزو مسوولانو په دې برخه کې کوم مزاحمت جوړوي، نو باید رسماً د پوهنې وزارت ته احوال ورکړل شي.

د دغه مکتوب صحت د طالبانو د پوهنې وزارت یوه مسوول او د باختر اژانس مشر ازادي راډیو ته تایید کړ.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې.

په ارزګان کې د یوه ښوونځي ټولګی
په ارزګان کې د یوه ښوونځي ټولګی

د دوی ښوونځي لا هم د شاوخوا ۴۸۰ ورځو په تېرېدو نه دي پرانیستل شوي او سربېره پر دې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل.

دا پرېکړې د دې لامل شوې وه چې په اکثرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي ښکته وړې نجونې هم له ښوونځیو منع شي او د یونېسف په څېر د ځینو موسسو له خوا تمویلېدونکي محلي ټولګي هم بند شي.

د طالبانو له حکومته د نجونو پر تعلیم د بندیزونو د لرې کولو لپاره ګڼو بهرنیو چارواکو په وار وار غوښتنې کړې وې.

وروستی وار د طالبانو د پوهنې له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا سره د ترکیې یوه وتلي دیني عالم ډاکتر محمد غورماز لیدلي وو.

د راپورونو له مخې ډاکتر غورماز د نجونو د تعلیم مخنیوی د نه منلو وړ بللی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG