د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

رسنۍ: ځینو ایراني پوهنتونونو د ښځینه افغان محصلانو لپاره بودیجه زیاته کړې


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر میاشت په وروستیو کې پر افغان ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر میاشت په وروستیو کې پر افغان ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

ایراني رسنیو افغان ښځینه محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په موخه د دغه هېواد د پوهنتونونو د بودیجې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د کابل طبي پوهنتون د پنځم کال یوه محصله چې اوس له زده کړو بې برخه او په کور ناسته ده نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، ایران هم یو اسلامي هېواد دی او نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي، خو طالبان چې خپل حکومت د اسلامي شریعت پر بنسټ بولي، له دوی څخه یې د زده کړو حق اخیستی.

هغې وویل: "د ټولنې نیمایي برخه له وطن څخه وځي او په نورو هېوادونو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي. شاید ځینې همغو هېوادونو کې پاتې شي او وغواړي همغه هېوادونو ته خدمت وکړي. د اسلامي امارت له مشرانو څخه مو دا هیله ده چې ژرترژره د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانېزي."

یوه بله محصله چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې پېژندنه وشي ازادي راډیو ته یې وویل چې زده کړه د هر وګړي حق دی او باید اجازه ورکړل شي.

هغې وویل: " اسلامي هېوادونه لکه عربستان، ایران او یا نور اسلامي هېوادونه ښځو ته اجازه ورکوي او هغوی هلته د کار او تحصیل حق لري، خو طالبانو له نجونو څخه د تحصیل حق اخیستی. هر غړی هر انسان د تحصیل حق لري او کولای شي خپل تحصیل ته ادامه ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران مهر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران حکومت، د افغان ښځینه محصلانو د زده کړو لپاره د دغه هېواد د پوهنتونونو بودیجه زیاته کړې ده.

په ایران کې د الزهرا پوهنتون یوه څنډه
په ایران کې د الزهرا پوهنتون یوه څنډه

په ورته وخت کې د نجونو لپاره د دولتي او خصوصي پوهنتونونو بندېدل، خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ځوړ سره مخ کړي دي.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مشر محمد کریم ناصري وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه شته، چې په دغو پوهنتونونو کې د شاوخوا دو لکه محصلانو له ډلې ۷۰ زره یې نجونې دي.

ناصري ازادي راډيو ته وویل چې ۳۵ خصوصي پوهنتونونه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو په دې پرېکړې سره، خپل فعالیتونه بند کړي.

هغه زیاته کړه: "۳۵ پوهنتونونه همدا اوس دې ته حاضر دي چې که د امر ثاني موده وغځول شي خپل پوهنتونونه وتړي او خپل پانګه او سرمایه نورو هېوادونو ته انتقال کړي. نو که چېرته دا موضوع همداسې مخ ته لاړه شي نو متاسفانه بدې پایلې لري."

خو ناصري زیاتوي چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې له مسوولانو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې پوهنتونونه به بیا د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د ازادي راډیو خبریال د دې موضوع په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر وغوښت، خو د دغه وزارت ویاند ضیاالله هاشمي پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته د یو مکتوب په استولو سره د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

د طالبانو دا اقدام په کوردننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو، خو دوی تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG