د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د خوړو سازمان: زيان‌ګالو افغانانو ته مرستو رسولو کې د ښځو ونډه حياتي ارزښت لري


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام یو وار بیا وویل، چې په افغانستان کې د مرستې رسونې په چارو کې ښځینه کارکوونکي مهم نقش لري.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند وحید الله اماني تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو فعالیتونو دوام ته ژمن دی، خو هغه زیاته کړه، چې په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به زیان‌ګالو کسانو ته د مرستې رسونې چارې اغېزمنې کړي.

په دې ژمي کې د ۱۵ ملیونه کسانو چې له لوږې سره مخامخ دي

نوموړي وويل: "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو پر کار د بندیز د پایلو د ارزونې لپاره په لنډمهاله توګه د درېیو اوونیو لپاره خپل ځینې فعالیتونه ځنډولې دي. د دې درېدو د یوې برخې په توګه د خوړو نړیوال پروګرام خواړه د زده کړې په مقابل کې او په ښوونځیو کې د تغذیې لپاره د خوراکي توکو ځینې فعالیتونه درولي دي. WFP په دې ژمي کې د ۱۵ ملیونه کسانو چې له لوږې سره مخامخ دي، د خوراکي توکو مرستې ته دوام ورکوي. په دې کې شک نه‌شته که دغه بندیز دوام وکړي، په افغانستان کې به تر ټولو زیات زیانمن شوي کسان لا زیانمن شي."

طالبانو دوې اوونۍ مخکې تر بل امر پورې ښځې په افغانستان کې په غیردولتي مؤسسو کې له کاره منع کړې.

د دې کار دلیل د حجاب نه رعایت ښوول شوی، خو دې پرېکړې په ملي او نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.

ارزګان ولايت کې خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف
ارزګان ولايت کې خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف

د غربي هېوادونو تر څنګ څو اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان هم د طالبانو دغه اقدام وغانده.

په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو تر بندیز وروسته ځینو نړیوالو خیریه سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر په بې‌ساري ډول یعنې ۲۸ اعشاریه ۳ ملیونو کسانو ته رسېږي

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له‌مخې په افغانستان کې په هرو لسو کورنیو کې نهه یې کافي خواړه نه‌لري.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند وحید الله اماني وايي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۸ ملیونو زیات دی.

ښاغلی اماني وايي: "په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر په بې‌ساري ډول یعنې ۲۸ اعشاریه ۳ ملیونو کسانو ته رسېږي، یعنې د افغانستان د وګړو دوه پر درېیمه برخه، چې زموږ کار به د ۲۰۲۲م کال پرتله لا حیاتي او اړین وي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په وروستیو کې په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ښځو پر حقونو سترګې پټول ټولو افغانانو ته زیان اړوي او حیاتي بشري مرستې ګډوډوي.

تمه کېږي په بشري او د اضطراري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له اعلان وروسته د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف تېره اوونۍ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، چې ګریفیټس به په راروانو اوونیو کې افغانستان ته لاړ شي.

دغه راز تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه راروانه اوونۍ غونډه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG