د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

یو ټولنیز بنسټ د افغان ښځو د کار او زده کړو د بندیز پر خلاف اعتراض وکړ


ازادي راډیو ته په را لېږلي شویو انځورونو کې کې لیدل کېږي چې د اعتراض کوونکو په لاسونو کې شعارونه نیولي.
ازادي راډیو ته په را لېږلي شویو انځورونو کې کې لیدل کېږي چې د اعتراض کوونکو په لاسونو کې شعارونه نیولي.

د افغانستان 'دهمدیگر پذیرۍ' ټولنیز بنسټ نن په سر پټې فضا کې د نجونو او ښځو د کار او زده کړې پر حق د بنديزونو په اړه اعتراض وکړ.

ازادي راډیو ته په را لېږلي شویو انځورونو کې کې لیدل کېږي چې د اعتراض کوونکو په لاسونو کې شعارونه نیولي او غوښتنه کوي چې د باید د ښځو پر وړاندې د کار او زده کړو دروازې پرانیستل شي.

یو اعتراض کوونکي تابش ازادي راډيو ته وويل: "ویل شوې ولولئ دا لوست یو کس ته نه بلکې ښځې او نارینه دواړو ته ویل شوي چې ولوله او لوست یې په دواړو ښځو او نارینه باندې فرض کړی. موږ له اسلامي امارت څخه هیله کوو، چې د نجونو پر مخ ښوونځي، کورسونه او دفترونه بېرته پرانېزي."

د کابل ښار یوه بله مدني فعاله او لاریون کوونکې زهره عادل هم ټینګار کوي چې تر هغو به خپل اعتراضونو ته ادامه ورکړي څو چې یې حقونه نه وي ورته رسېدلي.

عادل وویل: "موږ به تر هغه لاریونونو ته ادامه ورکوو څو چې غږ مو چارواکي واوري او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته زموږ پر مخ خلاص کړي."

د اعتراض کوونکو یو انځور
د اعتراض کوونکو یو انځور

د افغانستان د د همدیګر پذیرۍ سازمان رییس احمد احسان سنګر هم وايي چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو ډېر محدوديتونه لګولي چې دوى ته منلو وړ نه دي.

احمد احسان ازادي راډيو ته وویل: "د اسلامي امارت په راتګ، پر ښځو بندیزونه ډېر شول، د زده کړو، کار، ازادۍ او سپورټ څخه بې برخې شوې، د همدې امله د همدیگر پذیري ټولنیز سازمان وغوښته چې سولیز لاریونونه وکړي."

دغو مدني او ټولنیزو فعالانو په داسې حال کې اعتراض وکړ چې پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت له خوا ډېر بندیزونه ولګول شول او په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما هم نن په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: "افغانستان د بحران یوې نوې پړاو ته ور دننه شوی."

د یوناما په فېسبوک پاڼه لیکل شوي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مارکس پوټزل نن د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سره په لیدنه کې د دغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي: "د طالبانو لخوا د ښځو د زده کړو او په نادولتي ادارو کې د کار بندیز د ټولو افغانانو د ځورېدو لامل ګرځېدلی دی."

ومو غوښتل چې په د اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، بلال کریمي او انعام سمنګاني، د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي او د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پو ښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي وو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقوق مراعات کوي، خو تر اوسه یې په اړه کوم ځانګړی وضاحت نه دی ورکړی.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو تر څنګ په کابل کې پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو، دیني مدرسو او جوماتونو او هم نادولتي موسسو کې د ښځو په ورتګ بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG