د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

سیف د چلډرن: د افغان ښځو په کار بندیز به ماشومان بیا کار کولو ته اړ کړي


ارشیف: افغان ماشومان د کار پرمهال
ارشیف: افغان ماشومان د کار پرمهال

د ماشومانو ملاتړ نړیواله موسسه یا سیف د چلډرن وايي، په نادولتي ادارو کې د افغان ښځو له کاره منع کول د دې لامل کېږي چې ماشومان بیا کار کولو ته اړ شي.

د ۱۲ کلنې زینب مور د کابل ښار په واټونو کې توکي پلوري.

دغه مېرمن وايي، پخوا يې په يوه نادولتي اداره کې د تلاشۍ په برخه کې کار کاوه، خو اوس چې بېکاره ده دا او لور یې د سړک پر غاړه توکي پلوري.

هغې ازادي راډيو ته وويل چې خاوند يې د كابل په ښار کې مزدوري کوي او په یوازې ځان نه شي کولای د خپلې شپږ کسیزه کورنۍ مصرف پوره کړي.

هغې وویل: "پخوا مې په یو کمپ کې تلاشي کوله، خو چې امارت راغی، له دندې ګوښه شوم، اوس بهر ځم او د سړک په غاړه خلطې خرڅوم، زینب هم سپند دود کوي، پلار یې په چوک کې مزدور کاري کوي، زاړه شیان راټولو او هم پرې دیګي کو او هم ځان ګرم ساتو."

نوموړې له طالبانو غواړي چې ښځو ته اجازه ورکړي څو بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ماشومانو ملاتړې موسسې یا سیف د چلډرن په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز به د دې لامل شي چې ډېری ماشومان د کار کولو لپاره سړکونو، فابریکو او د خلکو کورونو کې کار کولو ته اړ شي.

دغه سازمان چې د طالبانو له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو د بندیز په غبرګون کې په افغانستان کې خپل فعاليتونه درولي وايي، د دې موسسې ٥٠ سلنه کاري ځواک له ښځو جوړ دى او هغو ښځو نه چې نارينه وسره مرسته نه شي کولاى.

د دې سازمان په وینا، د دې ښځو شتون په یادو ادارو خورا مهم دی.

دغه سازمان په هغې اعلاميه کې چې د شنبې په ورځ يې خپره کړې ويلي، دا بنديز په داسې حال کې لګېږي چې افغانستان په خپل تاريخ کې تر ټولو بد اقتصادي او خوراکي بحران سره مخ دی او له ۲۸ میلیونو زیات ماشومان او لویان بشري مرستو ته اړتیا لري.

سیف د چلډرن ویلي، هغه والدین چې د خپلو ماشومانو لپاره کافي خواړه نه شي چمتو کولای په پراخه کچه خپل ماشومان نسبتاً خطرناک چاپېریال کې کار کولو ته لېږي.

د دغې ادارې وروستۍ ارزونې ښودلې چې ۲۹ سلنه مېرمنې چې د کورنۍ مشري کوي په ۲۰۲۲ کال کې لږترلږه یو ماشوم یې کار کولو ته لیږه چې دغه شمېر په ۲۰۲۱کې ۱۹ سلنه وه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوټرېش په یوه ټوېټ کې ویلي چې کار د ماشومانو دښمن او د دوی د پرمختګ مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي انټونیو ګوټرېش
د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي انټونیو ګوټرېش

نوموړي ویلي، په ټوله نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان د کار ښکار دي چې له امله یې د زده کړو له حقه بې برخې شوي او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دی.

د هغه په خبره، د ماشومانو د کار د پای ته رسولو لپاره باید لا ډېر اقدامات وشي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د ښځو پر زده کړو د بندیز ترڅنګ په نادولتي ادارو کې ښځې هم له کار منع کړې.

که څه هم د طالبانو دې پرېکړې په دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره د خبرو پر مهال د دې پرېکړې دفاع کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG