د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

موسسو کې د ښځو په کار بندیز؛ شارټر: طالبان د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي


د طالبانو له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت منفک شوې ښځینه کارکوونکې
د طالبانو له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت منفک شوې ښځینه کارکوونکې

په نادولتي ملي او نړیوالو ادارو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په کار د بندیز په اړه د غبرګونونو په دوام د افغانستان لپاره د بریتانيا شارزدافېر هوګو شارټر ویلي، طالبان په دې کار سره د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي.

شارټر په خپل ټوېټر په څو بېلابېلو ټوېټونو کې د طالبانو دا پرېکړه ښکاره جنسیتي تبعیض او د نړیوالو قوانینو او بشري مرستو له اصولو سرغړونه بللې ده.

هغه لیکلي، بریتانیا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ، د اسلامي همکاریو سازمان، د جي ۷غړي هېوادونه او نورې نادولتي موسسې په طالبانو غږ کوي چې دا ناعالادنه پرېکړه بېرته واخلي.

د افغانستان لپاره د بریتانيا شارزدافېر لیکلي: "افغان ښځې د بشري مرستو د رسولو لپاره په افغانستان کې مهمې دي. ځینو سازمانونو په سمدستي توګه تر ۴۰ فیصدو پورې خپل کارکوونکي له لاسه ورکړي چې په دوی کې ښوونکي، د ټیم مشران، د لوژستیک کارکوونکي، د تغذیې متخصصین، د ټولنې روغتیایي کارکوونکي، مدیران او د نادولتي موسسو مشران شامل دي."

د افغانستان لپاره د بریتانيا شارزدافېر هوګو شارټر
د افغانستان لپاره د بریتانيا شارزدافېر هوګو شارټر

دی وايي، د ځینو بشري عملیاتو ځنډول د طالبانو د پرېکړې مستقیمه پایله ده، خو نوموړي تینګار کړی چې د نادولتي موسسو لپاره د مېرمنو موجودیت مهم دی.

نوموړي ګواښ کړی که طالبان دا پرېکړه بېرته وانه خلي نو په عمل کې به ناشونې وي چې په افغانستان کې تر ټولو زیانګالو خلکو ته د نړیوالو اصولو سره سم د پخوا په څېر د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړل شي.

په همدې حال کې په نړۍ کې د زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو استازي او د بریتانیا پخوانی صدراعظم ګورډن براون له سي این این تلوېزیون سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په حقونو برید په بشري حقونو رښتینی برید دی.

د بریتانیا پخوانی صدراعظم ګورډن براون
د بریتانیا پخوانی صدراعظم ګورډن براون

هغه وویل: "موږ د بشر د حقونو د پراخه نقض شاهدان یو چې نړۍ يې باید پر وړاندې ودرېږي. موږ کولای شو چې د دې کړنې پر وړاندې اسلامي هېوادونه راپاڅوو، هغه هېوادونه چې د زده کړو او ښځو او نجونو د حقونو په ارزښت پوهېږي او هغوی باید په افغانستان کې مذهبي مشرانو ته ووايي چې دا اسلام ته سپکاوی دی او دا له اسلامه ناسم تفسیر دی او په دې سره باید په ټول افغانستان کې نجونې د زده کړو او تحصیل فرصت ترلاسه کړي."

د طالبانو حکومت تازه د دغه نړیوالو غبرګونونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوی د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم تېره ورځ په یوه غونډه کې د خپلې تندې وینا پر مهال د ښځو زده کړه او کار د ده په وینا د تېر فاسد نظام له خوا فحاشۍ او د ښځو بې عزتۍ ته زمینه برابرول وبلل او وې ویل چې د طالبانو اسلامي امارت اړ نه دی چې دغې لارې دوام ورکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم

نوموړي پارکونو، ورزشي لوبغالو، بازارونو، کار او زده کړو ته د مېرمنو تګ فحشا وبلله او وې ویل د غربي نړۍ د خوشحاله کولو لپاره اسلامي احکام باید تر پښو لاندې نه شي.

د طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې په دوه بېلابېلو فرمانونو کې په ټولو نادولتي ملي او نړیوالو ادارو کې د ښځو په کار او پوهنتونونو ته د نجونو په تګ کلک بندیز ولګاوه.

د طالبانو دا پرېکړه که څه په په پراخه کچه وغندل شوه او له طالبانو وغوښتل چې خپلې دغه پرېکړې بېرته واخلي، خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې اړه په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG