د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

طالبانو بلخ کې د ښځينه مارکېټ د تړلو امر کړی


د بلخ ولایت یو شمېر ښځینه پلورونکي وايي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست دوی ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل پلورنځي وتړي.

پښتنه افغان چې د بلخ په مرکز مزار شریف کې پلورنکې ده وايي، د بلخ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کارکوونکي د چهارشنبې په ورځ د دوی پلورنځيو ته ورغلل او امر يې وکړ، چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې باید خپل فعاليتونه ودروي.

"که دا دوکانونه زموږ پر مخ بند شي، باور وکړئ چې یوه ورځ به هم زموږ په دستر خوان ډوډی نه وي.

پښتنې افغان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی دا پلورنځي وتړل شي نو د دې او له دې سره د ۳۵ نورو هغه مېرمنو په دسترخوان خواړه پیدا نه‌شي چې له دې سره کار کوي.

نوموړې وايي: "که دا دوکانونه زموږ پر مخ بند شي، باور وکړئ چې یوه ورځ به هم زموږ په دستر خوان ډوډی نه وي. کاش یو نفر زما کور ته راغلی وای او زما کور یې سروې کړی وای او لیدلی وای، زه یو کس نفقه راوړونکی نه‌لرم. تر اوسه دولت زما د خاوند یوه افغانۍ تقاعد نه‌دی راکړی مېړه مې خپله هم ناروغه دی، د وینې سرطان لري، زه هر پنځلس ورځې وروسته ورته وینه اخلم، هیڅ نه پوهېږم څه وکړم، لاره مې ورکه کړې."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

مېرمن پښتنه وایي، له پنځو کلونو راهيسې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت لري، په پلورنځيو کې یې هم ټول یوازې ښځینه کالي پلورل کېږي او اخیستونکې یې هم ټولې ښځې دي.

په همدې حال کې د یو تولیدې شرکت مسوولې سلیمې ازادي راډیو ته وویل، که دغو کسب‌ګرو ښځو فعالیتونه وتړل شي دوی به د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

نوموړې وايي: "که دا ښځې کار ونه‌کړي او یو څه عاید چې دې خیاطۍ او نورو تولیدي کارونه لاسته ورځي ترې واخيستل شي، نو دوی به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي."

دا محدودیتونه چې وضع کېږي ورځ په ورځ د ښځو د ژوند ستونزې ډېرېږي."

خو په بلخ ولایت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوی حیدري ازادي راډیو ته وویل، په مزار شریف کې د پلورونکو ښځو د کار د ممانعت په اړه به وروسته معلومات ورکړي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله شګوفه کاکړ وایي، اوس‌مهال زرګونه ښځې په افغانستان کې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري خو پر دوی د کار بندیز به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب کړي.

نوموړې وايي: "د افغانستان په څېر یو هېواد چې څلوېښت کاله یې شهیدان ورکړي او ښځې خپل د کورنۍ سرپرستې دي او زرګونه یتمان او کونډې ښځې لري، ښځو ته د عاید یوازینۍ لاره همدا شخصي فعالیتونه ول خو دا محدودیتونه چې وضع کېږي ورځ په ورځ د ښځو د ژوند ستونزې ډېرېږي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ را وروسته دغه ډلې پر افغان مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو بندول، د مېرمنو او نجونو پر مخ د ښونیزو مرکزونو، حمامونو، تفریحي پارکونو تړل، له محرم پرته د سفر مخنیوی، د عالي تحصیلاتو بندول او په غیر حکومتي سازمانونو کې د مېرمنو د کار مخنیوی هغه عمده موارد دي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر افغان مېرمنو وضع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG