د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

ګارډين: طالبانو د ښځو خلاف جګړه شروع کړې


انځور - ارشیف
انځور - ارشیف

ګارډين ورځپاڼه:

له برېتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو په وروستیو اقدماتو سرمقاله لیکلې او په سرلیک کې یې دا اقدامات د "ښځو خلاف جګړه" بللې.

د ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال په وینا د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو وروستي اقدمات چې لیکوال "بې رحمانه" بللي یوازې د بشري حقونو مساله نه ده بلکې د ژوندي پاتې کېدو مساله ده.

لیکنه زیاتوي، په داسې یو هېواد کې چې لا د مخه یې اقتصادي وضیعت خراب دی، ۹۷ سلنه وګړي یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي، له درې برخو دوه برخې وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري، شل میلونه یې له لوږې سره مخ دي او میندې، پلرونه د کورنیو د نفقې لپاره پښتورګي پلوري، د ښځو په وړاندې د طالبانو وروستیو اقداماتو ژوند نور هم سخت کړی دی.

د ګارډین سرمقاله وړاندې وايي، طالبان په نادولتي مرستندویه سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز سره ښځو او ماشومانو ته د حیاتي او ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو مخه نیسي.

د سرمقالې لیکوال زیاتوي، نژدې ټولو لویو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي او ملګرو ملتونو هم یو شمېر له وخت سره تړلي مهم پروګرامونه درولي.

د نړۍ یو شمېر هېوادونو په نادولتي موسیسو کې د افغان ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړه خطرناکه بللې او له دوی څخه یې غوښتي دي چې سمدستي دا پرېکړه بېرته بدله کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو او نورو مرستندویه سازمانونو ویلي، د ښځینه همکارانو پرته دوی نه شي کولی په افغانستان کې اړو خلکو ته د خپلو مرستو بهیر جاري وساتي.

د سیف د چلډرن عملیاتي مشر عملیاتي مشر ډېوېډ رایټ تېره اوونۍ له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، د افغانستان په څېر په یوه دودیزه ټولنه کې دوی نه شي کولی له ښځینه همکارانو له لرلو پرته زرګونو ماشومانو او میندو ته مرستې ورسوي چې دا ښايي د دوی مرستو او درملنې ته د یو شمېر اړو ماشومانو د مړینې سبب شي.

ډيپلوماټ خپرونه:

ډیپلوماټ خپرونې هم په افغانستان کې په ناوړه بشري وضیعت یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی" طالبان هېر کړئ پر ځای یې افغان وګړو سره مرسته وکړئ"

د لیکنې ليکوال وايي، داسې نه ښکاري چې د افغانستان سیاسي کړکېچ دې په نژدې راتلونکي کې هوار شي، خو د دې معنی باید دا نه وي چې نړۍ افغان وګړي پرېږدي چې تر ناڅرګنده وخت وکړیږي.

XS
SM
MD
LG