د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د بشري مرستو په برخه کې د ښځو پر ونډه د ګارډين ورځپاڼې تبصره


ګارډین ورځپاڼه:

  • له برېتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې یو وار بیا د بشري مرستو د رسونې په چارو کې د ښځو د ونډې پر اهمیت لیکنه خپره کړې ده.

وروسته له هغې چې طالبانو د ډسمبر میاشتې پر ۲۴مه، په کورنیو او بهرنیو نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، دې مسئلې ګڼ نړیوال سازمانونه اړ کړل چې خپل ځینې فعالیتونه وځنډوي.

دغه اداره وايي زیان‌ګالو ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو ونډه خورا مهمه وه.

د ګارډین په لیکنه کې راغلي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مخکښ همغږي کوونکي ویلي، که طالبان د بشري مرستو د رسونې په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ختم نه کړي، خلکو ته به د ملګرو ملتونو خوا برابرېدونکې مرستې دوام پیدا نه کړي.

تمه کېږي په بشري او د اضطراري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له اعلان وروسته د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د ګارډین ورځپاڼې د لیکنې په دوام راغلي، په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو تر بندیز وروسته څه باندې ۱۵۰ موسسو په افغانستان کې یا خپلې ټولې چارې یا د خپلو فعالیتونو یوه برخه وځنډوله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ډېری پروګرامونه د غیردولتي موسسو یا اینجوګانو له‌خوا پرمخ بېول کېدل.

مارټین ګریفیټس ویلي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو هغه الوتنې هم ځنډېدلي، چې کابل ته یې نقدې بشري مرستې رسولې.

د ورځپاڼې په لیکنه، د امریکا د متحدو ایالتونو له‌خوا پر طالبانو د بندیزونو له کبله دغه بشري مرستې د نقدو پیسو په بڼه افغانستان ته لېږدول کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې به په ۲۰۲۳م کال کې څه باندې ۲۸ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

انډپنډنټ ورځپاڼه:

  • له برېتانیا خپرېدونکې بلې ورځپاڼې انډپنډنټ بیا د برېتانیانوي شهزاده هاري پر لانجمنو خبرو لیکنه خپره کړې ده، چې د خپل ژوندلیک په کتاب کې یې یادونه کړې ده.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال یې ۲۵ وسله‌وال طالبان وژلي، هغه دغه کسان د شطرنج له دانو سره تشبيه کړي دي.

هغه لیکي، بد خلک مخکې تر دې چې سم خلک ووژني، باید نابد کړای شي.

د شهزاده هاریس پر دغو څرګندونو په برېتانیا کې دننه او نورو هېوادونو کې ډېر بحثونه وشول.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د هاري له‌خوا دا اعتراف چې ۲۵ وسله‌وال طالبان یې په افغانستان کې وژلي «دا څرګندوي چې دغه ډول جنایتونه یوازې تر شهزاده هاري پورې منحصر نه‌دي.»

د برېتانیا پوځ ډېرو غړو د شهزاده هاري پر دغو خبرو انتقادونه کړي او انتقادکوونکو خبرداری ورکړی، چې دا ډول څرګندونې په خپله شهزاده هاري په خطر کې اچوي او ځان یې په یوه هدف بدل کړی دی.

شهزاده هاري په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳م کلونو کې په افغانستان کې دوه وارې پوځي ماموریت کړی او د څرخي الوتکې د پېلوټ په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف د پوځي ماموریت پر مهال ډېری بریتانوي ځواکونه په ناکرار ولایت هلمند کې دېره وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG