د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

جان ایګلنډ: د بندیزونو په نه لرې کېدو به ډېری افغانان له منځه لاړ شي


د ناروې د کډوالو شورا سکرتر جنرال جان ایګلند
د ناروې د کډوالو شورا سکرتر جنرال جان ایګلند

د ناروې د کډوالو شورا سکرتر جنرال کابل ته سفر کړی.

د ناروې د کډوالو شورا یا این ار سي سکرتر جنرال جان ایګلنډ وایي، که دې شورا ته د کار کولوو اجازه ورنه کړل شي چې له خپلو ټولو کارکوونکو سره په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړي نو اړمن کسان به له منځه ولاړ شي.

ایګلنډ نن مازدیګر کابل په خپل تويټر کابل ته د خپل سفر خبر ورکړی او ویلي چې وروسته له هغې کابل ته سفر کوي چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

این ار سي او څو نور نړیوال مرسته رسونکو بنسټونو د طالبانو د دغه عمل په غبرګون په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

د ناروي کمېټې سکرتر جنرال پر خپل ټویټر پانې دغه شان لیکي چې د ۲۰۲۲کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې، کله چې طالبانو د دوی په ښځینه کار کوونکو د کار بندیز ولګاوه اړ شول چې اړمنو کسانو ته خپل د مرستې رسولو فعالیتونه ودروي.

نوموړي دا هم لیکلي: "د ناروې د ګدوالو شورا ۴۶۹ ښځینه کارکوونکو ۷۰۰،۰۰۰ اړمنو کسانو ته اړین توکې ورسول، نو موږ ته باید اجازه راکړل شي چې له خپلو ټولو کارکوونکو سره بېرته خپل فعالیتونه له سره پیل کړو، کنه ډېری کسان به له منځه ولاړ شي."

مخکې تر دې د بشري حقونو یو شمېر نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د سخت ژمي، د بې وزلۍ د پراختیا او نړیوالو مرستو ته د افغانانو اړتیا خبره کړې وه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولي دفتر یوناما سرپرست مارکس پوټزل د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي سره لیدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولي دفتر یوناما پر خپل ټویټر پاڼې لیکي چې د دغه لیدنې موخه د ښځو پر زده کړو او په مرسته رسونکو موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیزونو لرې کول و.

د یوناما په ټویټر پاڼې راغلي: "مارکس پوټزل د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه غوښتي چې ژر تر ژر دې د نجونو په زده کړو او په دولتي او غیردولتي ادارو کې د دوی پر کار لګېدلي بندیزونه لغوه کړي."

د عکس ښي لور ته خالد حنفي او چپ لور ته مارکس پوټزل
د عکس ښي لور ته خالد حنفي او چپ لور ته مارکس پوټزل

پوټزل تېره ورځ د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم سره هم لیدلي و.

خو یوناما دا نه دي لیکلي چې د طالبانو د حکومت غبرګون د پوټزل د غوښتنې په اړه څه و؟

دا عدالت غوښتنه په داسې حالت کې کېږي چې د طالبانو حکومت په خپلو پرلپسې وروستۍ پرېکړو کې پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو په تګ بندیز ولګاوه او دغه شان په نادولتي موسسو کې یې هم ښځې له کار منع کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG