د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

ځينې حکومتي کارکوونکي: د طالبانو توپیري چلند او پېغورونو له امله مو دندې پرېښي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د تېر جمهوري حکومت یو شمېر ملکي کارکوونکي چې اوس هم د طالبانو په واکمنۍ کې کار کوي ادعا کوي وايي، په ادارو کې د طالبانو له لوري د توپیري چلند ترڅنګ پېغورونه ورکول کېږي.

د تېر جمهوري حکومت یو کارکوونکی دی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بیا هم خپلې مخکېنۍ ادارې ته ورغی او خپل کار ته یې ته دوام ورکړ، خو ادعا کوي چې د طالبانو توپیري چلند او پېغورونو اړ کړ چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

دا کس چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، هره اداري ناسته به د دوی په توهین پیلېده.

هغه زیاته کړه: "په هره هغه جلسه کې چې زه وم، د جلسې پيل یې په دې خبرو کاوه چې تاسې داسې فکر وکړئ چې فاتحینو ته مخامخ ناست یاست او تاسې ماته خوړلې ده. تاسې ۲۰ کاله غلاوې او فساد کړی، موږ هغه څوک یو چې راغلو، تاسې ته مو ماتې درکړه او په همدې فکر به له موږ سره کېنئ."

د حکومت دا مخکېنی کارکوونکی دا ادعا هم کوي چې د پخوانیو کارکوونکو او طالبانو ترمنځ په امتیازاتو کې هم ډېر توپیر دی او هغوی چې تازه د طالبانو لخوا ګومارل شوي، امتیازي معاش هم ورکول کېږي.

د تېر نظام یو بل کارکوونکی هم چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم ادعا کوي وايي، په خپلې ادارې کې د طالبانو توپیري چلند او پېغورونو د دندې پرېښودلو ته اړ کړ.

هغه وايي: "د دوی توپیري او تبعیضي چلند به موږ سخت خفه کولو او د پرديتوب احساس یې راکاوه، د وطن د مالکېت احساس او غرور یې را واژه، له همدې امله مې دنده پرېښوده."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، هیچا ته اجازه نه شته چې په حکومتي ادارو کې توپيري چلند وکړي.

هغه زیاتوي، که په ټيټه کچه کې ناسم چلند کېږي، دوی به یې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړي زیاته کړه: "اول خو دا باید ووایم، کوم کسان چې په نظام کې کار کوي، که د تېر وخت دي یا اوسني دي، ټول د افغانستان لپاره خدمت کوي او ټول باارزښته دي. توپیري چلند ته اجازه نه شته او نه چا داسې ډېر څه ویلي دي، البته په ټیټو سطوحو کې یا په شخصي توګه که چا ناسم چلند کړی وي، یو استثنايي حالت دی او ورو - ورو به دا ټول شیان سم شي."

د حکومتي ادارو ځینې کارکوونکي داسې مهال د طالبانو له ناسم چلنده شکایت کوي چې تر دې مخکې یو شمېرو ک چې په مخکېني حکومت کې یې هم کار کړی و، ادعا کړې وه چې دوی له دندو لرې کېږي او پر ځای یې طالبان خپل غیر مسلکي کسان ګوماري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو سره زرګونه مخکېني ملکي او نظامي کارکوونکي بې دندې شول او پر ځای یې طالبانو خپل کسان وګومارل، خو د پیلوټانو په ګډون ځینې هغه مسلکي او تخنیکي کسان چې ورته یې اړتیا درلوده، له ځان سره یې وساتل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG