د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۰۹

يو شمېر افغانې کورنۍ د نړيوالو سازمانونو له‌خوا مرستو بندېدو ته اندېښمنې دي


کابل کې يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، انځور - ارشيف
کابل کې يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، انځور - ارشيف

یو شمېر افغانې کورنۍ په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو له‌خوا د خوراکي او روغتیايي مرستو د احتمالي بندېدو په اړه اندېښمنې دي.

زکيه چې له شپږو تر دولسو کلونو پورې پنځه ماشومان لري، وايي، له ناوړه اقتصادي وضعيت سره لاس او ګرېوان ده او د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره هیڅ عايد نه‌لري.

دا مېرمن چې د افغانستان په یوه ولایت کې اوسیږي، ازادي راډيو ته یې وویل چې، د مرستندویه ټولنو مرستو ته سترګې په لار وه، خو په افغانستان کې د یو شمېر مرستندویه موسسو د فعالیتونو درېدل هغه مایوسه کړې ده.

نوموړې وايي: "څه باید وکړو؟ څه چاره وکړو؟ موسسې تړل شوې دي. زما تذکره يې اخيستې وه، چې مرسته راسره وکړي، خو اوس تړل شوي دي. دغو مؤسسو ویلي چې نه‌غواړي په داسې حالت کې له افغانستان سره مرسته وکړي. وايي چې ټولې مؤسسې له دې ځایه تللي دي."

"دا مخکې مې ډېر وژړل، شپه مې زوی راته وویل چې کاش لږ لوبیا دې پخه کړی وای

اغلې زکیه وایي، د هغې روږدی خاوند له څو کالو راهیسې ورک دی او دوه ماشومان یې په یوه ترافیکي پېښه کې معیوب شوي دي.

هغه وايي، خپلو ماشومانو ته د پخلي لپاره خوراک او د درملنې لپاره پیسې نه‌لري.

اغلې زکيه وايي: "دا مخکې مې ډېر وژړل، شپه مې زوی راته وویل چې کاش لږ لوبیا دې پخه کړی وای چې خوړله مو ما ورته وویل چې، هی زویه یو من لوبیا اته سوه تر زرو افغانۍ ده، زه پیسې د کومه کړم چې لوبیا واخلم. نن سهار مې کالي ومینځل دا اوس له لوږې رېږدم، غواړم یوه لاره او رڼا راته پیدا شي، په چای او ډوډې خوړلو مو وضعیت خراب شوی، چا ته لاړه شم او لاس مې اوږد کړم."

افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې، انځور - ارشيف
افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې، انځور - ارشيف

په همدې حال کې د پکتيا ولايت يو اوسېدونکی روح الله وايي چې په ناوړه اقتصادي وضعيت کې دی او سمدلاسه بشري مرستو ته اړتيا لري.

"زه په کور کې اوړه نه‌لرم، زه نه‌شم کولای چې خپلو ماشومانو ته وریجې واخلم.

نوموړی وايي: "زه په کور کې اوړه نه‌لرم، زه نه‌شم کولای چې خپلو ماشومانو ته وریجې واخلم. اوه ورځې کېږي چې خلک زموږ کور ته خیرات راوړي، البته ګاونډیان هم هره ورځ مرسته نه‌کوي. زه کار کوم، خو یو کس به څه وکړي، د دیارلسو کسانو کفیل یم، هره ورځ د مزدورۍ له درکه ۲۵۰ افغانۍ ترلاسه کوم، چې بسنه نه‌کوي."

په افغانستان کې د خوراکي مرستو د کمښت په اړه اندېښنې وروسته له هغې راپورته شوې، چې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۴مه د طالبانو حکومت په کورنیو او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې پر ښځو د کار کولو بندیز ولګاوه او ډېرو مرستندویه موسسو په دغه هېواد کې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو اعلان وکړ.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د پاملرنې مؤسسه، د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه (SAVE THE CHILDREN)، ورډ ویژن انټرنیشنل او د ناروې د مهاجرت شورا، چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي، د پنجشنبې په ورځ یې په یوه ګډه خبري غونډه کې دا خبرداری ورکړ، چې که طالبان ژر تر ژره په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لرې نه‌کړي، د يادو سازمانونو د فعاليتونو د ځنډېدو له امله به د ميليونونو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG