د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د ټولګټو وزارت پخواني کارکوونکي: د ۷ میاشتو معاش مو راکئ او بېرته مو دندو کې ونیسئ 


د ټولګټو وزارت پخواني کارکوونکي
د ټولګټو وزارت پخواني کارکوونکي

د ټولګټو وزارت اړوند انجینران او نور پخواني کارکوونکي ادعا کوي چې د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو او په خپلو بستونو کې د بېرته مقررېدو لپاره د طالبانو د حکومت تر ریاست الوزرا پورې تللي دي خو تر اوسه یې غوښتنې نه دي منل شوي.

دا اعتراض کوونکي چې شمېر یې له ۷۰ تر۸۰ کسانو پوري رسیږي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې اعتراض وکړ چې د خپلو ۷میاشتو معاشونو د غوښتلو ترڅنګ یې په خپلو پخوانیو دندو د بیا مقررېدو غوښتنه کوله.

دوو اعتراض کوونکو ابراهیم خلیل او رحمت شریف ازادي راډيو ته وویل:" موږ د ټولګټو له وزارته غواړو چې د انجینرانو د ۷ میاشتو معاش ورکړي او کادرونه دې بېرته جذب شي."

"د ټولګټو وزارت چارواکو راته وویل چې تاسې ریاست الوزا ته ورشئ، کله چې هلته ورغلو، زموږ عریضه یې رانه واخیسته خو څو میاشتې کېږي، زموږ پوښتنه هېڅ څوک هم نه کوي."

دا اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د (NTA) بستونو ۴۰۰ انجینران چې د ټولګټو وزارت په مختلفو برخو کې یې کار کاوه، اوس اوزګاره دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، د پخواني جمهوري حکومت له وخته را نیولې تر دې دمه یې د ۷ میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی.

خو د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي چې (NTA) بستونه د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ د زمري یا اسد میاشتې په پنځمه لغوه شوي خو هڅې روانې دي چې دا بستونه بیا رامنځ ته شي.

د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وایي:" موږ د طرزالعمل مطابق د امارت له رهبري غوښتنه وکړه چې زموږ د غوښتنې په اساس ۱۸۰ (NTA) بستونه د فواید عامې وزارت ته ورکړل شول. موږ د وزارت تشکیل تیار کړی دی چې د وزارت د رهبري له خوا تائید شوی او د چارو ادارې ته لېږل شوی دی."

نوموړي زیاته کړه، هر وخت چې د وزارت تشکیل د چارو د ادارې له خوا منظور شي، د ګومارنو په برخه کې به هم اقدام وشي.

ښاغلي مصباح زیاته کړه چې د (NTA)بستونو له لغوه کېدو سره معاشونه هم پرې شوي او په دې اړه څه نه شته.

ان. ټي. اې د "ملي فني مرستو" عبارت مخفف دی او هغو معاشونو ته ویل کېږي چې په تېر جمهوري نظام کې قراردادي کار کووونکو ته له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېده.

د شمېرو پر بنسټ په پخواني حکومت کې۲۴ زره کسانو په ان. ټي. اې بستونو کې کار کاوه چې ۱۷ زره کسانو له اختیاري بودیجې او ۷ زره نورو یې له غیراختیاري بودیجې معاش اخیسته.

XS
SM
MD
LG