د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د تېر نظام ځیني کارکوونکي: طالبان موږ له دندو لیرې او ځان ته نږدې کسان یې وګمارل


کابل د طالبانو بیرغونه
کابل د طالبانو بیرغونه

طالبانو افغانستان کې د حاکمیت ترلاسه کولو وروسته د دولتي بنسټونو یو شمېر مخکېني کارکوونکي له دندو لیرې کړي او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.

د ولایتونو د دولتي بنسټونو یو شمېر کارکوونکي وایي چې طالبانو ډېر نارینه او ښځینه کارکوونکي له بېلابېلو دولتي بستونو ګوښه کړي.

دغه کسان ادعا کوي چې طالبانو له کوم موثق او یا قانوني دلیل پرته هغوی له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې طالبانو پورې تړلي ډېر غیر مسلکي او بې سواده کسان په دندو ګمارلي دي.

مرسل په اداره او پالېسۍ کې ماسټري لري، په تېر نظام کې د کابل ښاروالۍ د دویمې ناحیې مرستیاله وه.

هغه په خپلې وروستۍ دولتي دنده کې درې کلنه کاري تجربه درلوده او د ازادې سیالۍ له لارې په دنده ګمارل شوې وه.

مرسل وایي اوس طالبانو منفک کړې او د هغې پر ځای یې داسې کس ټاکلی چې یوازې یې په مدرسه کې دینی زده کړې کړي دي.

مرسل وایي:" د کابل ښاروالۍ له دولسو مرستیالانو لومړی مکتوب زما په نوم ولیکل شو چې د دویمې ناحیې مرستیاله چې زه ومه له دندې ګوښه او زما پر ځای یې یو مولوي چې هېڅ ډول دولتي کاري تجربه نه لري او د دې دندې اړوند لوړې زده کړې هم نه دي کړي او یوازې مدرسه یې لوستلې، ټاکلی یې دی"

مرسل وایي د کورنې ډوډۍ برابرونکې وه خو اوس دنده نه لري او په کور ناسته ده.

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې مخکېنۍ رئبسه امنه مایار چې افغانستان کې وروستيو تحولاتو له امله د دې هېواد پریښودو ته اړه شوې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له افغانستانه له وتلو یوه ورځ وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا ورته پیغام رسېدلی و چې نور دې دندې ته نه ورګرځي.

امنه وایي:" موږ د وړتیا، ظرفیت او خلکو ته د کار او خدمت ته د تعهد له مخې په دندو ګمارل شوي وو؛ نه د واسطې او سیاسي جوړ جاړیو له مخې"

خو د کابل ښاروالۍ ریاست مرستیال حمدالله نعماني دغه ادعاوې ردوي.

هغه په یو پیغام کې ازادي راډیو ته لیکلي:" موږ له هغو هېڅ څوک هم له دندې نه دي لیرې کړي؛ البته د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسان د نورو وزارتونو د کارکوونکو په څېر تغیر او تبدیل شوي دي"

طالب په کندهار کې د یوه موټر اسناد ګوري
طالب په کندهار کې د یوه موټر اسناد ګوري

په همدې حال کې د هرات ښاروالۍ د ناحیو یو شمیر امران هم د ورته ستونزو یادونه کوي.

د هرات ښاروالۍ یو مخکېنی امر چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:"مولوي شرف الدین د هرات ښاروال شو؛ د هرات د ټولو ناحیو امرین یې له دندې لیرې کړل او په ځان پوري تړلي کسان یې راوستل.موږ ته ېې وویل چې تاسو بېرته غواړو خو همداسې پاتې شوو او دوه او درې وارې چې لاړو موږ ته یې وویل چې تاسو منفک شوي یاست"

د اطلاعات او کلتور وزارت هم یو له هغو بڼسټونو دی چې یو شمېر کارکوونکي یې ادعا کوي چې په ډله ییزه توګه د طالبانو له خوا له دندې ګوښه شوي دي

د دغه ادارې یو شمېر ګوښه شوي کارکوونکي وایي چې هغوي کلونه زده کړې کړي او هڅه یې کړې چې د دندې په ترلاسه کولو سره د خپلو کورنیو اقتصاد تضمین کړي خو د طالبانو په راتګ سره دغه تعبیر بدل شوی دی او اوس بې کاره شوي او بد اقتصادي وضعیت لري.

د جوزجان ولایت د کلتور او ګرځندوی پخوانی امر کرامت الله عزیزي وايي چې د شپږو بچیانو پلار دی او په داسې حال کې چې له قانوني رخصتیو نه یې ګټه اخیسته او د طالبانو د حکومت له لوري له دندې ګوښه شوی دی نو هېڅ عایداتي منبع اوس نه لري او له ډيرې بې وسۍ نه یې د خپل کور وسایل حتا توشکې پلورلې دي.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل د جوزجان ولایت له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نه یې اووه کسه منفک کړل او دلیل یې هم غیرحاضري وبلله.

نوموړی وایي:" په داسې حال کې چې ما تفریحي رقعه د سنبلې تر ۴ پرېښې وه او کابل ته تللی وم. بېرته راغلم څوک چې ۱۶ کاله درس ووایي او ۱۲ کاله رسمي وظیفه ولري او بیا نو بې کاره شي، د بې کارۍ په اړه تاسې خپله پوهیږئ چې افغانستان کې څنګه وضعیت دی بیا اقتصادي ستونزې."

د طالبانو د حکومت چارواکي دا ادعاوې ردوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزرات مرستیال او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل:" دا ادعا سمه نه ده او خو هغه کسان چې په تخصصي برخو کې کار کوي په خپلو دندو کې دي. ځینې ادارې چې اړتیا یې نه وه تنقیصات په کې راغلي دي په دې خاطر چې که ځیني کارکوونکي بې کاره شوي وي خو دا په ټولو وزارتونو کې عموماً کارکوونکي د ټولو قومونو دي. اوس هم اتیا په سلو کې حکومتي کارکوونکي په مختلفو کچو مرستیالان، رئیسان په خپل ځای پاتې دي په تېره بیا تخصصي او سکټوري برخو کې."

د اطلاعاتو او کلتور وزرات مرستیال او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د اطلاعاتو او کلتور وزرات مرستیال او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د دوی د حکومت لوري د وزیرانو او رئیسانو معرفي کولو په ټولنیزو رسنیو کې له جدي غبرګونونو سره مخ شوي وو.

دا څرګندونې داسې مهال کې مطرح کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جدي د میاشتې په ۲۴مه د خپل حکومت له چارواکو وغوښتل چې افغانستان ته کارپوه، مسلکي او متخصص انساني ځواک ولېږي.

د عمران خان دا څرګندونې هم د ګڼو افغانانو د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون له تُندو غبرګونونو سره مخ شوې.

په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د خپلو لیکو د یو کولو لپاره خپل افرادو ته اقتصادي شارګونو سپاري نو د دې کار لپاره مسلکي او په کار پوه لوستي په انفرادي او ډله ییز شکل له دندو ګوښه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه کاظم همایون ازادۍ راډیو ته وویل:" په طالباني نظام کې د خپلو مهرو د ځای په ځای کولو او د خپل صف د یو کولو هدف دا دی چې د حق غوښتنې حرکتونه په تېره بیا د ښځو د حقوقو غږ او په ډیموکراتو بنسټونو فشارونه راوړل شي دا متاسفانه د مغزونو تېښته چټکه کوي او د دې اصلي قرباني د افغانستان خلک دي او په اقتصادي، ټولنیز، روغتیايي او نورو برخو کې پټې بیعې پرې ورکوي."

دا په داسې حال کې ده چې د کار نړیوال سازمان هم تېره ورځ د روان کال د جدي په ۲۸مه په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له حاکمیت را وروسته نیم ملیونه افغانان بې کاره شوي دي.

ددې راپور په بنسټ په ځانګړي ډول د ښځو په کار، حکومتي دندو، بزګرانو او معمارانو باندې یې زیات تاثیر کړی دی.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د بې کارۍ کچه لاپسې زیاته شي.

XS
SM
MD
LG