د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

ګوترېش: د طالبانو له‌خوا د پخواني ځواکونو د وژنو او لادرکۍ ادعاوې ترلاسه شوي


ارشیف۔ پخواني افغان ځواکونه
ارشیف۔ پخواني افغان ځواکونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي په يو تازه خپور شوي تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او بې درکه کولو په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له انتونیو ګوترېش څخه غوښتي و چې د افغانستان د وضعیت په اړه د جنورۍ تر ۳۱ راپور وسپاري خو دا راپور پرون د فبرورۍ په دوهمه نېټه امنیت شورا ته سپارل شوی دی.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یو شمېر پخوانیو افغان سرتېرو د پټو وژنو په اړه پرلپسې راپورونه خپاره شوي .

دا کس نه غواړي چې په راپور کې یې نوم واخیستل شي ادعا کوي، چې طالبانو یې درې ورېرونه په غور ولایت کې وژلي دي.

ارشیف؛ دوه طالبان
ارشیف؛ دوه طالبان

د ده په خبره، د محمود په نوم یو وراره د تېر جمهوري نظام په امنیتي ځواکونو کې او بل وراره یې په سیمه ییزو پاڅون کوونکو کې و.

دی وایي:" له پخوانیو کسانو وو په امارتي حکومت کې ووژل شول، واده ته تللي وو کله چې له واده کور ته راتلل په لاره کې ورته مجاهدینو کمین نیولی و، دوی ولې، چې دوه کسه هماغه مهال شهیدان کېږي او یو ۱۲کلن ماشوم ټپي کېږي، دا ماشوم مو له پایواز سره یې هرات ته انتقال کړ د لارې په لړ کې د چشت ولسوالۍکې یې دوی ښکته کړل پایواز یې چې سپین ږیری سړی و ظلم یې ورسره وکړ ماشوم یې هم له موټره ښکته کړ او ویې واژه."

د اګسټ له ۱۵مې په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژلو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي او د قربانیانو ډېری کورنۍ د دغو وژنو عاملین طالبان بولي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دغه خپور شوي راپور په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه خو وړاندې د طالبانو د حکومت چارواکو د پخوانیو افغان سرتېرو د وژلو او په زوره د لادرکه کولو په اړه ادعاګانې رد کړې دي.

طالبان وايي، دوی عمومي عفوه اعلان کړې ده.

یوناما هم د همدې کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه اعلان وکړ چې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تېر جمهوري نظام له سلو زیات پخواني پوځیان، دولتي کارکوونکي او د نړیوالو ځواکونو همکاران وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي و چې د قربانیانو له دوه دریمې برخې زیات کسان د طالبانو او د طالبانو د پلویانو له لوري له محاکمې پرته وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG