د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د اسټرالیا او افغانستان د کرکټ پلان شویو لوبو لغوه کېدو غبرګونونه پارولي


د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ له لوبو یو پخوانی انځور
د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ له لوبو یو پخوانی انځور

د اسټرالیا دې پرېکړې چې له افغانستان سره یې په راروانه مارچ میاشت کې د کرکټ پلان شوې لوبې لغو کړې، نور غبرګونونه پارولي دي.

د اسټرالیا د دې پرېکړې پر وړاندې چې له افغانستان سره د کرکټ د یو ورځنیو لوبو پلان شوې لوبلړۍ یې لغو کړه په افغانستان کې دننه او بهر غبرګونونه لا هم روان دي.

د ملي لوبډلې مخکیني لوبډلمشر محمدنبي د پرځېدلي جمهوري نظام د مرستیال ولسمشر امرالله صالح د انتقاد په ځواب کې ویلي چې دا هر څه د پخواني فاسد نظام له لاسه پېښ شوي دي.

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام مرستیال امرالله صالح
د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام مرستیال امرالله صالح

صالح او د هغه یوشمېر پلوي فعالانو له دې مخکې پر ټولنیزو شبکو د ملي لوبډلې ځینې غړي له دې کبله غندلي وو چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په یوه ګډ عکس کې ښکاره شوي.

صالح تور لګولی چې د ملي لوبډلې غړي د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې چوپه خوله پاتې شوي دي.

محمدنبي پر خپل ټویټر په ځوابي پیغام کې لیکلي دي چې هېڅوک د ملي لوبډلې په وطنپالنه او ژمنتیا کې شک نه شي کولای.

هغه لیکلي: "موږ تراوسه هم له همغه بیرغ او همغه ملي سرود سره په ټوله نړۍ کې د خپل هېواد استازیتوب کوو. لطفاً دا په پام کې ونیسئ چې هغه څه چې دا هېواد سره ورمخامخ دی، ستاسو د واکمنۍ پرمهال د فاسد سیسټم د غلطو اقداماتو نتیجه ده."

د یادونې وړ ده چې محمدنبي او د راشدخان په ګډون د ملي لوبډلې یوشمېر نورو مخکښو غړو، وروسته له دې چې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز اعلان شو او له هغه مخکې چې د نجونو لېسې او منځني ښوونځې بند شول، پر ټولنیزو شبکو په څرګندو پیغامونو کې پر دې پرېکړو انتقاد وکړ.

محمدنبي د ډسمبر په ۲۱مه پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه ولیکل، مونږ ټول باید دا ومنو چې زمونږ ټولنه او هېواد د مېرمنو زده کړو ته هم حیاتي ضرورت لري، ځکه د ده په وینا د دواړو- نارینه او ښځو په زده کړو او ګډو هڅو د هېواد او ملت روښانه راتلونکې تضمینېږي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ د مرغومي په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو په ځواب کې له افغان لوبډلې سره خپلې درې یوورځنۍ لوبې لغو کوي.

ټاکل شوې وه چې په مارچ میاشت کې دواړه لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د ۵۰ اووره لوبو درې مسابقې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، پخواني ولسمشر حامدکرزي او د ملي لوبډلې مخکښو غړو لکه محمدنبي، راشدخان، نوین الحق او نورو دا پرېکړه سیاسي وبلله خو د اسټرالیا کرکټ بورډ په ځواب کې ویلي دي چې بشري حقونه سیاسي مسئله نه ده.

XS
SM
MD
LG