د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د افغان کرېکټ ګڼو لوبغاړو د کرېکټ د سياليو په اړه د اسټراليا پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرېکټ وتلو ستورو د استرالیا د کرېکټ بورد هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له دوی سره یې لوبې لغوه کړي دي.

راشد خان خپل غبرګون کې ویلي، د استرالیا دې پرېکړې ناهیلی او په زغرده متاثره کړی دی.

نوموړي ویلي، که د استرالیا کرېکټ بورد نه‌غواړي افغانستان سره لوبې وکړي، دی به هم د استرالیا په کرېکټ لیګ کې د خپلو راتلونکو لوبو په اړه له سره غور وکړي.

بل افغان لوبغاړي او پخواني لوبډل مشر محمد نبي هم د استرالیا د حکومت دا پرېکړه غندلې او ویلې یې دي، سیاست او لوبې باید سره جلا شي.

محمد نبي ویلي، موږ د کرېکټ له لارې نړۍ ته ښکاره کړې که فرصت راته برابر شي، موږ له نورو خلکو کم نه یو.

د افغانستان کرېکټ بورد هم د استرالیا دا پرېکړه غیر عادلانه بللې او ویلي یې دي، دا موضوع د کرېکټ له نړیوالې شورا سره شریکوي.

د استرالیا د کرېکټ ادارې ویلي، که چېرته افغان نجونو په افغانستان کې ښه شرایط برابر شي، استرالیا به د افغانستان له کرېکټ سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې وه چې په راتلونکې مارچ میاشت کې د افغانستان او استرالیا ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ درې یو ورځنۍ لوبې وشي.

XS
SM
MD
LG