د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

افغان کرېکټ بورډ: د اسټرالیا پرېکړه غیر عادلانه او د اندېښنې وړ ده


د افغانستان کرېکټ بورډ لوګو
د افغانستان کرېکټ بورډ لوګو

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ویلي دي، چې د اسټرالیا کرېکټ ادارې له لوري وروستۍ پرېکړه عادلانه نه‌ده او دا پرېکړه یې له وخت مخکې بللې ده.

اسټرالیا کرېکټ بورډ نن(پنجشنبه) یوه اعلامیه خپره کړه او په‌کې یې ویلي وو چې، له افغانستان سره یې د راتلونکي نړیوال جام سیالیو د سوپر لیګ درې لوبې چې په مارچ کې پلان شوې وې، لغوه کړې.

د دوی د اعلامیې له‌مخې چې دا پرېکړه یې د طالبانو له لوري، د ښځو او نجونو پر زده‌کړې او تعلیم د لګول شویو په غبرګون کې کړې ده.

کرېکټ بورډ دا پرېکړه له وخت مخکې بللې ده.

د دې پرېکړې په غبرګون کې افغان کرېکټ بورډ ادارې ازادي راډیو ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې د اسټرالیا دا پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده.

دغه راز په خبر پاڼه کې ویل شوي دي: "افغانستان کرېکټ بورډ له دې وړاندې له اسټرالیا سره د دوه اړخیزه ناستو په پایله کې د راتلونکې لوبلړۍ د ترسره کولو په موخه بشپړې پرېکړې ته رسېدلی و چې د یاد بورډ له لوري ورته پوره ډاډ هم ورکړل شوی و، چې پر بنسټ یې افغان کرېکټ بورډ په خپل کوربه توب له هېواده بهر د لوبو د ترسره کولو ځای، غوره مدیریت، د امنیت ټینګښت او نورو اړوند مواردو ته بشپړ چمتووالی درلود."

افغان کرېکټ بورډ دا پرېکړه سیاسي، غیرمنطقي، له وخت وړاندې او د افغانستان له یوه ستر او کرېکټ سره مینه درلودونکي ملت سره ستره جفا بللې ده.

د دوی په وینا چې اسټرالیا کرېکټ له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه هم د یوې سیاسي او نامعقولې پرېکړې په پایله کې تر اوسه پورې ځنډولې ده.

په خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي دي، چې افغان کرېکټ بورډ به له اسټرالیا سره په خپلو اړیکو او د دوی په بیګ بیش لیګ کې د افغان لوبغاړو پر ګډون بیا غور کوي.

دوی ویلي دي چې تر هرڅه وړاندې به دا موضوع د کرېکټ له نړیوالې شورا سره شریکه کړي ترڅو اسټرالیا په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا کرېکټ ادارې تر دې پرېکړې وروسته نوین الحق لومړنی افغان کرېکټ لوبغاړی و چې د اسټرالیا په کورنیو سیالیو بیګ بیش کې یې د نه ګډون پرېکړه وکړه.

تر نوين الحق وروسته د افغانستان کرېکټ د شل اوریزه لوبډلې مرستیال لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ هم په ياده پرېکړه غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې سپورت او سیاست دوه جلا شیان دي او باید یو ځای نه‌شي.

XS
SM
MD
LG