د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

سبا د هند غوره لیګ / ای پي ایل بولي ترسره کېږي


سبا د هند غوره لیک / ای پي ایل بولي ترسره کېږي
سبا د هند غوره لیک / ای پي ایل بولي ترسره کېږي

د هندوستان کرېکټ بورډ اداره په پام کې لري چې سبا (د ډسمبرمیاشتې ۲۳نېټه) د هند غوره لیګ ۱۷ پړاو سياليو لپاره د لوبغاړو د بولۍ مراسم ترسره کړي.

دغه مراسم د هند په ګوچي ښار کې ترسره کېږي او په ځایي وخت ۲:۳۰ به پيل شي.

د هندوستان غوره لیګ/ای پي ایل ادارې په خپل وېبسايټ خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي دي چې، په دې بولۍ کې به ۴۰۵ لوبغاړي وړاندې شي او د لسو لوبډلو له لوري به پرې بولي ترسره شي.

په دې خبر پاڼه کې د ټولو هغو لوبغاړو نومونه یاد شوي دي چې په وروستي لېست کې ځای ورکړل شوی دی.

په دې لېست کې د افغانستان له لوري مجیب الرحمن، محمدنبي، کریم جنت، اظهارالحق نوید، الله محمد غضنفر، نجیب الله ځدراڼ او نوین الحق شامل دي.

الله محمد غضنفر به تر ټولو کم عمره لوبغاړی وي چې د هند غوره لیګ په بولۍ کې وړاندې کېږي.

د افغانستان له لوري راشدخان، فضل الحق فاروقي، رحمن الله ګربز او نوراحمد لا له وړاندې خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي، چې راشد خان او نوراحمد به له ګجرات، فاروقي به حیدراباد او ګربز به له کلکتې سره ولوبيږي.

د یادونې ده چې ۱۷ پړاو ای پي ایل سيالۍ به د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د مارچ په شپږویشتمه نېټه پیل شي.

XS
SM
MD
LG