د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د کرېکټ د اسیا جام سیالۍ په کوم هېواد کې ترسره کېږي؟


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

د کرېکټ اسیايي شورا د پنجشنبې په ورځ(د جنورۍ ۵) په خپله فېسبوک پاڼه کې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان کړ.

په خبر کې ویل شوي دي چې، دا سیالي به دا ځل ۵۰ اوره وي او په سپټمبر میاشت کې ترسره کېږي.

دا ځل به هم په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې برخه ولري او په ګروپي بڼه به ترسره شي.

افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له سریلانکا او بنګله‌دیش سره په (B) ګروپ کې ده، پاکستان او هندوستان په (A) ګروپ کې ځای لري او درېيمه لوبډله به د دویمه درجه اسيايي هېوادونو د لارموندنې له پړاو لار پيدا کوي.

کرېکټ اسیايي شورا مخکې ویلي وو، چې دا سيالۍ به په پاکستان کې ترسره کېږي؛ خو هندي کرېکټ بورډ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو پر اساس دې هېواد ته له ورتګ انکار وکړ.

پاکستان بیا په دې غبرګون کې ویلي وو، که اسيا جام له دې هېواده پرته بل هر ځای کې وشي، نو دوی به په کې ګډون ونه کړي.

لا هم د دې سیالیو د ځای په تړاو موضوع لانجمنه پاتې ده او کرېکټ اسیايي شورا به ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ کال په اسيا جام سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې اتلولي ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG