د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

مس عینک د افغانستان په سطحه کلب کچې سیالۍ وګټلې


د کلب کرېکټ سيالي
د کلب کرېکټ سيالي

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د کلب کرېکټ وروستي پړاو سيالۍ په خوست ولایت کې ترسره شوې چې د یاد ولايت ځايي کلب ډېنجر لوبډلې وګټلې.

په پایلوبه کې د مس عینک زون اړوند ډېنجر کلب د بست زون اتل کلب خپلواک لوبډلې ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د تېر کال د ډسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل شوې وې او پينځو لوبډلو په کې برخه درلوده.

په دې لوبو کې د سپین غر زون له لوري سيداغا عرب، د بند امیر زون لخوا کابل زلمي، له امو زون څخه دولت اباد ښاروالۍ، له بست زون څخه خپلواک او له مس عینک څخه ډېنجر کلبونو برخه درلوده.

یادو کلبونو په څو پړاوونو کې لومړی د خپل ولایت او بیا د خپل زون په کچه اتلولۍ ګټلې وې او دې پړاو سیالیو ته یې لار موندلې وه.

د دې سیالیو مخکښ توپ وهونکی د خپلواک لوبډلې نعمان شاه و چې په څلورو پاڼیو کې یې ۱۶۵ منډې کړې وې.

د ډېنجر کلب توپ اچونکي زیت الله شاهین بیا ۱۰ وېکټې اخيستې وې او غوره توپ اچونکی نومول شوی دی او یونس ځدراڼ چې ۸۶ منډې یې کړې وې او ۶ ویکټې یې اخيستې وې د سیالیو غوره لوبغاړی و.

XS
SM
MD
LG