د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

هند په شل اوریزه لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه


هند کرېکټ لوبډله
هند کرېکټ لوبډله

د هندوستان او سریلانکا ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه هند په ۲ منډو وګټله.

هند په ۲۰ اورونو کې د ۱۶۳ منډو هدف ټاکلی و، خو سریلانکا یوازې ۱۶۰ منډې وکړې.

ډیپک هوډا، ایشان کېشان او اکشر پټیل د هند مخکښ توپ وهونکي و او د سریلانکا لپاره بیا لوبډلمشر شناکا او کوشال مینډس ښه توپ وهنه وکړه.

د سریلانکا پینځو توپ اچونکو یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو د هندوستان په توپ اچونکو کې شېوام ماوي په خپله لومړۍ لوبه کې ۴ وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د هند کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو چټک توپ اچونکي عمران ملک چې نن یې هم تر ۱۵۵ کیلومټر پر ساعت توپ اچونه وکړه ۲ لوبغاړي وسوځول.

هارډیک پانډیا بیا په لومړي ځل د هندۍ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري وکړه او لوبه یې وګټله.

دواړه لوبډلې به دوه نورې شل اوریزې سیالي هم ترسره کړي چې دویمه لوبه یې په د جنورۍ په ۵مه نېټه پیليږي.

XS
SM
MD
LG