د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د افغان کرېکټ اوسنۍ کشاله د کرېکټ راتلونکي ته ګواښ پېښولی شي؟


د افغانستان کرېکټ بورډ اداره
د افغانستان کرېکټ بورډ اداره

له هغې وروسته چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ افغانستان سره د دریو یو ورځینو لوبو لړۍ لغوه اعلان کړه او د دغه هېواد یادې پرېکړې ته افغان لوبغاړو، کرېکټ بورډ او ځینو سیاسي چاوراکو غبرګون وښود اوس د افغانستان د کرېکټ بورډ یو شمېر پخواني چارواکي دغه حالت د افغان کرېکټ لپاره د اندېښنې وړ بولي.

د افغانستان په کرېکټ بورډ کې پخوانی ملي روزونکی دولت احمدزی وايي، د اسټرالیا هېواد وروستۍ پرېکړه د افغانستان لپاره ښه پیغام نه‌لري.

"اسټرالیا په ای‌سي‌سي کې خلک لري، ډېره قوي رایه لري

د هغه په خبره، افغان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته د اوس لپاره نرمښت په کار و ځکه چې د کرېکټ نړېوالې شورا ناسته راتلونکي دوو میاشتو کې کېدونکې ده.

نوموړی وايي: "اسټرالیا په ای‌سي‌سي کې خلک لري، ډېره قوي رایه لري، خبره یې اورېدل کېږي، خبره یې منل کېږي، هغه ځای ډېره خطرناکه ده، دا یو سیریز چې ونه‌شو دا به دومره خطرناکه نه وي خو په هغه میټنک خدای مه کړه چې زموږ مخالفت ونه‌شي، دا دومره تېز مخالفت چې اوس وشو اسټرالیا هلته زموږ د فول ممبر شیب، د نجونو په ټیم او داسې نورو برخو کې د ای‌سي‌سي په مرسته مخالفت ونه کړي چې دا بیا موږ ته خطرناکه ده."

ښاغلی احمدزی وايي، روان حالت باید ژر تر ژره کابو شي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ د جنوري په ۱۲مه له افغانستان سره د دریو یو ورځینو لوبو لوبلړۍ لغوه اعلان کړه.

ددغه هېواد کرېکټ بورډ د یو خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دغه پرېکړه یې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د افغان مېرمنو او نجونو د کار او تحصیل د بندېدو په غبرګون کې کړې ده.

د اسټرالیا هېواد دغې پرېکړې ته د افغانستان کرېکټ بورډ او ګن شمېر افغان لوبغاړو تند غبرګونونه وښود.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه غیر عادلانه او اندېښمنونکې وبلله.

ځینو افغان لوبغاړو په خپلو ټویټر اکونټونو ولیکل چې کرېکټ باید له سیاست نه لرې وساتل شي او له اسټرالیا نه یې وغوښتل چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د اسټرالیا پرېکړې ته په غبرګون ان دوه افغان لوبغاړو راشد خان او نوین الحق له بیک باش سیالیو سره مخه ښه وکړه.

خو د اسټرالیا کرېکټ بورډ بیا د جمعې په ورځ د خپلې پرېکړې په دفاع کې وویل چې، بنسټیز بشري حقونه سیاست نه‌دی.

راشد خان
راشد خان

له دې سره خوا کې د افغان لوبغاړو او ځینو کرېکټ پوهانو وروستیو څرګندونو ته چې کرېکټ د وخت په تېرېدو سره سیاسي کېږي د طالبانو حکومت څه وايي؟

"دا خو یو واقیعت ده چې کرېکټ باید سیاسي نه‌شي

ویاند يې ذبیح‌الله مجاهد یې په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل: "دا خو یو واقیعت ده چې کرېکټ باید سیاسي نه‌شي، بشري مسایل سیاسي نه‌شي، دا فشارونو د کارولو په توګه بې ګټې ده، اسټرالیا باید دا کار ونه کړي، د لوبو برخه باید د لوبو په چوکاټ کې وساتل شي، له هر څه نه باید د ملتونو په وړاندې د فشار په ډول کار وانه‌خیستل شي. د اسلامي امارت پیغام همدا ده چې سیاسي مسایل باید له غیر سیاسي مسایلو څخه جلا شي او که نه جلا کېږي دا بیا د هېوادونو له‌خوا بې انصافي ده."

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر کرېکټ پوهانو په باور، د اسټرالیا دغه پرېکړه کولای نورو هغه هېوادونو ته چې له افغانستان سره په راتلونکې کې سیالۍ لري د لوبو نه کولو لاره پرانیزې.

افغانستان د مارچ په میاشت کې له استرالیا سره په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ درې یو ورځنۍ سیالۍ کولې خو د ورستۍ پرېکړې له‌مخې دغه سیالۍ هم لغوه شوې.

XS
SM
MD
LG