د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د غبرګونو دوام؛ راشدخان: نه‌غواړم 'بیګ بیش' لیګ کې په لوبېدو خلک ناراحته کړم


راشد خان په بيګ بيش سيالۍ کې
راشد خان په بيګ بيش سيالۍ کې

د اسټرالیا کرېکټ ادارې د وروستۍ پرېکړې د غبرګونونو په دوام ګڼ شمېر افغان لوبغاړو پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپګان ښودلی دی.

د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان ویلي دي چې، افغانستان په کرېکټ کې ډېر بریالی مزل کړی دی او د اسټرالیا دا ډول پرېکړې به یې بېرته شاته بوځي.

زه د استرالیا د کرېکټ بورډ څخه غواړم چې خپله پرېکړه بدله کړي‌."

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي: "که له افغانستان سره لوبه کول د استرالیا لپاره دومره نا راحت کوونکي وي،‌ زه هم نه‌غواړم چې په بيګ بيش کې په خپل موجودیت او هلته لوبو کولو باندې خلک ناراحت کړم. زه به په دې اړه جدي‌ فکر وکړم. زه د استرالیا د کرېکټ بورډ څخه غواړم چې خپله پرېکړه بدله کړي‌."

دغه راز د افغانستان د ټیسټ او یو ورځنیو لوبډلو لوبډلمشر حشمت الله شهيدي بیا په خپل غبرګون کې د اسټرالیا کرېکټ له ادارې غوښتي دي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

شهيدي د افغانستان ۴۲ کلنې جګړه‌ییزې غمیزې ته په اشارې سره ویلي دي: "د افغان کرېکټ مینه‌وال چې له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې د جګړو له امله سخت ځپل شوي، نه غواړي چې سپورت او سیاست سره ګډ شي."

حشمت شهيدي
حشمت شهيدي

د افغانستان کرېکټ اوسنۍ ملي لوبډلې تر ټولو مشر لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل چې په بیګ بیش لیګ کې هم لوبېدلی دی وايي، چې د اسټرالیا کرېکټ ادارې وروستۍ پرېکړه په سختو ټکو غندي او له نړۍ غوښتنه کوي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

دغه راز نږدې ټولو اوسنیو او پخوانیو افغان کرېکټ لوبغاړو دا اسټرالیا دا پرېکړه بيخي غیر عادلانه ګڼلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې اسټرالیا به خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د اسټرالیا کرېکټ ادارې نن(پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی چې په مارچ میاشت کې له افغانستان سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ترسره کوي.

دوی په خپله اعلامیه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د زدکړو بهیر بندېدو له امله دا لوبې نه‌کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یاد کرېکټ بورډ له افغانستان سره یوازینۍ ټېسټ لوبه هم په دې هېواد کې د انجونو کرېکټ بندېدو له امله ځنډولې ده.

XS
SM
MD
LG