د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

یان ایګلنډ: د بندیز په لرې کېدو به افغانانو سره بېرته مرستې پیلوو


په هرات کې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د اړمنو ښځو انځور
په هرات کې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د اړمنو ښځو انځور

د ناروې د کډوالو د شورا رییس وايي، په خیریه ټولنو کې د ښځو پر کار د بندیز له لیرې کېدو سره سم به دوی د ژوند ژغورنې په هدف له افغانانو سره خپلې مرستې سمدستي بیا پیل کړي.

د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ چې د واکمنو طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره په افغانستان کې دی وايي، په کابل کې د طالبانو د حکومت ځینو مشرانو او د اسلامي هېوادونو استازو له ده سره ژمنه کړې چې په خیریه موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د لیرې کولو په چاره کې به مرسته وکړي.

طالبانو نږدې یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیوالو او کورنیو مرستندویو موسسو کې د ښځو کار غیر شرعي عمل وباله او بندیز یې پرې ولګاوه.

د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ

ایګلنډ په یوه ویډیويي پیغام کې چې بیګا یې پر خپل ټويټر خپور کړ، ویلي چې د دې بندیز د لیرې کولو لپاره به له خپلو هڅو لاس وانخلي.

هغه زیاته کړه: "د تعلیم او روغتیا په برخو کې یولړ پرمختګونه شوي، خو موږ په کندهار کې د طالبانو له لوی مشر څخه د یوه بل فرمان تمه لرو څو موږ وکولای شو په ټول افغانستان کې خپل کار بیا پیل کړو، ځکه موږ نه شو کولای له خپلو ښځینه همکارانو پرته کار وکړو. په کابل کې د طالبانو مشرانو ژمنه راسره کړې ده چې د دې بندیز په لیرې کولو کې به مرسته راسره کوي او د اسلامي هېوادونو استازو هم دا ژمنه کړې."

د اسلامي همکاریو سازمان او ډېرو اسلامي هېوادونو په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز غیراسلامي عمل بللی دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی چې په غیرحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار د محدودیت له کبله اړو افغانانو ته د بشری مرستو د رسولو چارې له جدي خنډ سره مخامخ شوې دي.

اوچا پرون پر خپل ټویټر لیکلي چې نن او سبا د افغانستان په ځینو سیمو کې د یخنۍ کچه منفي ۳۵ درجو ته رسېږي خو ملګري ملتونه او شریکان یې له دې خنډ سره سره د تودوخې د وسایلو، د سونګ د موادو د رانیولو لپاره د نغدو پیسو او تودو جامو په ګډون اړو کورنیو ته بشري مرستې رسوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د ژمي په سړو کې دوی هم له اړو خلکو سره مرستې کوي. طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د اړوند وزارت ویاند صفي الله رحیمي بیګا ازادي راډیو ته وویل: "ټولو ولایاتو کې موږ رییسانو ته امر کړی چې دوی باید ګزمې وکړي، وګرځي او مستحق خلک په نښه کړي چې د یخنۍ قرباني نه شي، موادو ورته توزیع کوو او څوک چې په لارو کې په حوادثو کې بند وي لارې ورته خلاصوو، البسه ورورسوو او کمپلې ورته توزېع کړو."

په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوي چې افغانان په تېرو څو لسیزو کې له تر ټولو سخت ژمي سره لاس ګرېوان دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په ځینو سړو سیمو کې د هوا درجه منفي شلو ته رسېدلې او تردې سخت ساړه په مخکې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG