د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۷

افغانستان

ناروې: د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی

ارشیف، کابل کې یو شمېر بې‌وزله کاریګر
ارشیف، کابل کې یو شمېر بې‌وزله کاریګر

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي وايي، د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی.

یان ایګلنډ چې په کابل کې دی، نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د پیسو د نشتوالي له کبله ښايي یوه ورځ دولتي بانکي سیستم له سقوط سره مخامخ شي.

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ویلي په افغانستان کې یې له ګڼو داسې کورنیو سره کتلي چې یوازې په چایو او یوې ګولې وچې ډوډۍ یې ګوزاره ده.

د ناروې د کډوالو شورا د سرمنشي په خبره که په افغانستان کې اقتصاد له سقوط سره مخامخ شو، زیات اساسي خدمات به هم نور نه‌وي او بشري اړتیاوې به لاپسې زیاتې شي.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌­توب دوه اوونۍ مخکې په جنوا کې مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.

ملګرو ملتونو ویلي دغه مرستې به په مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته نه‌ورکول کېږي، بلکې د مرستندویو ادارو له طریقه به پر بشري چارو لګول کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران د بشري حقوقو یو سازمان په دغه هیواد  کې د دوه نورو افغانانو د اعدام خبر ورکوي

«هه‌نګاو» سازمان د جمعې په ورځ په خپل ویبسایټ کې د خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دغه دوه کسان د مشهد مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ۵۲ کلن انصار نامي او ۴۶ کلن نظیف رسول خوانده د چهارشنبې په سهار ( د وږي په یولسمه) په پټه اعدام شوي او کورنیو ته یې اجازه نه ده ورکړل شوې چې وروستی دیدار ورسره وکړي.

د هه نګاو سازمان خبر زیاتوي چې دغه دواړه کسان دوه کاله مخکې په یوه ګډه دوسیه کې د دوه کسانو د قتل په تور په قصاص محکوم شوي وو.

دغه سازمان چې په ټول ایران او خصوصا کوردستان کې دبشري حقوقو دنقض پیښې تعقیبوي مخکې یې ویلي وو چې ایران د روان کال په جون میاشت کې لږ تر لږه ۱۰۹ بندیان اعدام کړي، چې پنځه یې افغانان وو.

د امریکا پوځ د ایران په جنوب کې د واده د مراسمو په سیمه باندې د مرګوني برید په هکله څیړنه کوي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنتکام، د هغه توغندي یا ډرون په اړه داخلي څېړنه پیل کړې چې د سې شنبې په ماښام، د وږي په ۱۰مه، د امریکا له بریدونو سره هم‌مهاله، د ایران په جنوب کې هرمز تنګي ته نږدې د یو واده پر مراسمو لګېدلی ، پنځه کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د «اکسیوس» وېب‌پاڼې د جمعې په ورځ، (د وږي په ۱۳مه)، د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د سنتکام قوماندان اډمیرال برډ کوپر د چهارشنبې په ورځ د دې پېښې د څېړنې امر کړی دی.

امریکا تر اوسه د دغې پیښې مسوولیت نه دی منلی، خو د ایران چارواکو یې پړه د امریکا پر پوځ اچولی دی.

د امریکايي چارواکو په وینا، په سیمه کې د امریکايي ځواکونو هدف یوه مخابراتي ستنه وه چې د ملکي او پوځي اړیکو لپاره کارېده. امریکايي پوځ د برید په مهال اخیستل شوي انځورونه او د هدف د پېژندلو او ټاکلو بهیر ارزوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس هم د پنجشنبې په ماښام وویل چې واشنګټن د دې پېښې په اړه څېړنه کوي او غواړي معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «که موږ تېروتنه کړې وي، بیا هم وایم چې دا زموږ او ایران ترمنځ لوی توپیر دی؛ کله چې زموږ پوځ تېروتنه وکړي، له هغې زده کړه کوي څو په راتلونکې کې لا ښه شي.»

د سنتکام ویاند هم ویلي چې امریکايي پوځ د ملکي وګړو د مرګ ‌ژوبلې له راپورونو خبر دی او دا موضوع څېړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکايي ځواکونه «هیڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي.»


پاکستان کابل کې خپل استازی د مشورو لپاره ورغوښتی دی

افغانستان کې د پاکستان دسفارت چارسمبالی عبیدالرحمن نظاماني
افغانستان کې د پاکستان دسفارت چارسمبالی عبیدالرحمن نظاماني

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې دغه هیواد په افغانستان کې خپل استازی د مشورو لپاره اسلام اباد ته ورغوښتی دی.

انګلیسي ژبې د نیشن ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت په حواله وړاندې لیکي چې عبیدالرحمن نظاماني اسلام اباد ته له رسیدو وروسته بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډارسره لیدلي او په غونډه کې د سیمه ایزو تحولاتو،دامنیتي وضعیت پر بدلونونو او هغو موضوعاتو خبرې شوي چې له پاکستان پورې مستقیم تړاو لري.

نور جزئیات نه دی ورکرل شوي خو ورځپاڼه لیکي چې د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار پر دې ټینګار کړی چې د سیمې پرمختګونه، په ځانګړي ډول هغه موارد چې پر سولې او امنیت اغېز لري، باید له نږدې وڅارل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکې په بیسارې توګه ترینګلې شوي دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري لارې څه دپاسه لس میاشتې کیږي چې تړل شوي دي .

په عین حال کې پاکستان د افغان کډوالو ستنولو ته هم زور ورکړی او هره ورځ سلګونه کسان افغانستان ته را اوړي.

اسلام اباد تور لګوي چې کابل هغو وسله والو مخالفینو ته پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې دننه پاکستان کې بریدونه کوي خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله ډلو فعالیت د پاکستان کورنۍ مسئله ده او اسلام اباد دې دخپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نه اچوي.

افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو او جاپان توافق

د ملګرو ملتونو او جاپان بیرغونه
د ملګرو ملتونو او جاپان بیرغونه

جاپان او ملګرو ملتونو د ۹،۴ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره (جایکا) او د مخدره توکو او جرمونو په وړاندې مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یو اېن او ډي سي) په دوه کلنه پروژه کې د هغو زیان منونکو ټولنو ملاتړ کوي چې د ناقانونه کښتونو، بې‌وزلۍ او د نشه‌يي توکو د کارونې له اغېزو سره مخ دي.

د «نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا» په نوم دغه پروژه د روان ۲۰۲۶ کال سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۸ کال سپټمبر پورې په بدخشان، بادغیس، تخار، کندهار او هلمند ولایتونو کې پلې کېږي.

د دغې پروژې په ترڅ کې د دوامدارو بدیلو معیشتي فرصتونو د ودې له لارې هغو زیانمنونکو کلیوالو سره اقتصادي مرسته کېږي چې پخوا یې د کوکنارو د کښت په عاید اتکا کوله.

وروسته له دې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپرېل میاشت کې د کوکنارو په کرنه او کاروبار یو مخ بندیز ولګاوه په دغه هېواد کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹۵ سلنه راکم شو.

د (یو اېن او ډي سي) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کرنه نسبتاً مخکېني کال ته بیا هم ۲۰ سلنه نوره کمه شوه او تاریخي ټیټې کچې ته ورسېده.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي چې د هغو ټولنو ملاتړ کوي چې د کوکنارو د کښت څخه د اوښتو له تګلارې زیانمنې شوې دي.

هالنډ د افغانستان بشري صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه

د هالنډ بیرغ
د هالنډ بیرغ

هالنډ د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) دغه مرسته (سخاوتمندانه) بللې او له هالنډ څخه‌یې مننه کړې.

اوچا وايي چې دغه مرسته په افغانستان کې د اړمنو خلکو د ژوند ساتنې لپاره لګول کېږي او ولسونو ته هیله وربخښي.

اوچا د تېرې جون میاشتې په دوهمه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي و چې روان ۲۰۲۶ کال په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو د تمویل لپاره ۱،۷۱ ملیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان وضعیت لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري ناورینونو څخه ګڼل کېږي.

اټکل کېږي چې سږ کال به د دې هېواد نږدې نیمایي نفوس یعنې ۲۱،۹ میلیونه وګړي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د پاکستان د پوځ ادعا: د تحریک طالبان پاکستان هغه ۱۵غړي مو وژلي چې غوښتل يې د افغانستان له خاورې پاکستان ته واوړي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هغه ۱۵غړي يې وژلي چې هڅه يې کوله د افغانستان له خاورې پاکستان ته واوړي.

د پاکستان پوځ نن پنجشنبې (د سپټمبر۳مه) په هغه اعلامیه کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼه يې خپره کړې ویلي چې دغو کسانو د تیرې سه شنبې په ورځ غوښتل شمالي وزیرستان ته ځانونه ورسوي.

د اعلامیه په ټکو، د دغو وسله والو او پوځ ترمنځ نښتې ۳۶دقیقې دوام وکړ او د ټي ټي پي ټول ۱۵غړي په کې ووژل شول.

د اعلامیې په اساس، د پاکستان پوځ د عملیاتو په جریان کې یو شمیر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

پاکستان یوځل بیا له افغانستان سره پر پوله د امنیت پر ټنګښت ټینګار کړی او پر افغانستان له واکمنو طالبانو يې غوښتي چې پرنیږي افغان خاوره د پاکستان پرضد وکارول شي.

تراوسه د طالبانو حکومت د پاکستان د نوي ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې د پاکستان ورته ادعاوې په ځلونو رد کړې دي.

د کډوالو لویه کمیشنري: افغانستان ته د شپږ میلیونو کډوالو اخراج په معاصر تاریخ کې د کډوالو بې سارې راستنیدله ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، په نژدې دریو کلونو کې شپږمیلیونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي چې دا په معاصر تاریخ کې د کډوالو بې سارې راستنیدنه ده.

دې کمیشنري پرون چهارشنبې پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکي،" د کډوالو راستنیدل باید په خپله خوښه، خوندي او با عزته وي".

د ملګرو ملتونو دې ادارې له نړیوالو غوښتي چې افغانستان او افغان کډوال هیر نه کړي.

بل پلو، د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اونۍ کې نژدې څلور سوه افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد او بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
پاکستان او ایران په تیرو دریو کلونو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او له هغو هېوادونو یې راباسي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه سپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د امنیت شورا د راپور له مخې، په دې درې میاشتنۍ غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په دغه هېواد کې د د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت (یوناما) مشره رباب فاطمه، د افغانستان د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د دې غونډې دقیقه نېټه لا نه‌ده ټاکل شوې.

په راپور کې ویل شوي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا، د ملکي وګړو وضعیت او ترهګریز ګواښونه به له هغو مهمو موضوعاتو څخه وي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي به‌یې په دې غونډه کې وڅېړي.

دا لومړی ځل دی چې رباب فاطمه به په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه د دغه هېواد په اړه خپلې موندنې او ارزونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

نوموړې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په لومړیو کې د روزا اوتونبایوا پر ځای د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې او په دغه هېواد کې د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.

د افغانستان او هند د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر نوو ګامونو هوکړه وکړه

د هند او افغانستان د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره پر یو شمېر نوو ګامونو هوکړه کړې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د سوداګرۍ وزارت نن (چهارشنبې) وویل، د دواړو خواوو د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې په خپله مجازي یا انلاین غونډه کې د سوداګرۍ د اسانتیا، ګمرکي همکاریو او د مالوماتو د شریکولو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

دوی د افغان سوداګرو لپاره د ویزو پر اسانتیا، بانکي او مالي همکاریو، د درملو او کرنیزو محصولاتو پر سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، بار وړلو او بندري چارو هم خبرې وکړې.

دواړو خواوو هوکړه کړې چې د ګمرکي همکاریو، سوداګریزو لارو او د درملو او کرنې په برخو کې همغږي زیاته کړي او د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خپلې خبرې روانې وساتي.

ملګري ملتونه: افغان ماشومان د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ دي

ارشیف، افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته بستر شوي ماشومان
ارشیف، افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته بستر شوي ماشومان

ملګري ملتونه وایي، افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ دی.

دې سازمان د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې ۳،۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي چې له دې ډلې یو میلیون‌یې په شدیدې حادې خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو په ټکو په داسې حال کې چې د مالي مرستو د کمېدو له امله د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي خدمتونه پای ته رسول کېږي، یونیسف د ماشومانو د ساتنې او د ژوند ژغورلو لپاره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG