د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د کندهار علماو شورا ته د يان ايګلنډ ليک: پر نجونو د تحصيل او کار بنديزونه ليرې کړئ


د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ایګلنډ

د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي یان ایګلنډ په کندهار کې د طالبانو والي او د دیني عالمانو شورا ته یو لیک کې لیکلي، د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې په افغان نجونو د زده‌کړو او کار بندیز د ویجاړونکو پایلو په اړه طالب مشران خبر کړي.

دا لیک د یان په رسمي ټویټرپاڼه خپور شوی.

په دې لیک کې د یان ایګلنډ له قوله د کندهار والي او د دیني عالمانو شورا ته په خطاب کې لیکل شوي، خبر شوی چې نور هغوی له ده سره د کتنې لپاره منتظر نه‌شي پاتې کېدای، خو ایګلنډ کندهار ته د خپل سفر د ځنډ لامل د هوا خرابوالی بللی.

خو د کندهار د والي ویاند حاجي زید بیا ازادي راډیو ته وویل، دوی یان ایګلنډ ته د لیدنې د لغوه کېدو خبر نه‌دی ورکړی.

ایګلنډ کندهار ته د خپل سفر د ځنډ لامل د هوا خرابوالی بللی.

هاخاو د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي هم هیله ښودلې چې بیا به هم هڅه کوي مخامخ او یا هم په انلاین ډول د کندهار والي او د دیني عالمانو شورا غړو سره خبرې وکړي.

یان ایګلنډ په دې یادښت کې ځینې نورو مهمو ټکو ته هم اشاره کړې ده.

هغه لیکلي، هغه مهال چې دې خبر شو چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو زده‌کړې او کار بندیز ولګاوه حیران شو، ځکه د ده له قوله، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، طالب چارواکو په ځلونو په دوحه، اوسلو، اسلام‌اباد او کابل کې دوی سره ژمنه کړې چې افغان نجونو او ښځو ته به د زده‌کړو او کار زمینه برابروي.

هغه ليک چې د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ايګلنډ د کندهار علماو ته استولی.
هغه ليک چې د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ايګلنډ د کندهار علماو ته استولی.

یان زیاتوي، که څه هم د طالبانو پلاوي د دوی په کارونو له څار وروسته کومه ستونزه و نه مونده، مګر بیا یې هم بې له دې چې دوی ته خبرداری ورکړل شي، ښځې په نا دولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې.

یان ایګلنډ وايي، د افغانانو له دود سره سم دوی نه‌شي کولای د نارینه‌و په وسیله ښځو ته مرستې ورسوي، له همدې امله تر هغه چې د دوی ښځینه همکارانو ته د کار اجازه ور نه کړل شي، دوی به خپل فعالیتونه پیل نه ‌کړي.

د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي غوښتنه کړې چې هر څه افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار د اجازې په اړه نوی فرمان صادر شي، څو افغانستان په راتلونکې کې ښې ډاکټرانې، انجینرانې، ښوونکې، نرسانې او ماهرې کارکوونکې ولري.

هغه ژمنه کړې چې نجونو او ښځو ته د کار په اجازې سره به بیا هم دوی د افغانستان ټول دودیز اصول مراعتوي.

یان ایګلنډ د تېرې یک‌شنبې په ورځ کابل ته راغی، څو طالب مشران په دې قانع کړي چې افغان نجونو او ښځو په نا دولتي مؤسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

هغه هیله ښودلې وه چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره به هم وګوري.

له کله چې طالبانو په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز ولګاوه، د نږدې ۹۰ سلنه نا دولتي چارې په افغانستان کې په ټپه او یا هم جزوي توګه ودرېدې، هغه چې له وړاندې بحران سره مخ افغانان یې نور هم وځپل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG