د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

يان ايګلنډ: په مؤسسو کې د ښځو د کار بيا پيل په اړه د حل لارې په لټه کې يو


د ناروې د کډوالو شورا مشر ان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا مشر ان ایګلنډ

د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ایګلنډ په دې لټه کې دی چې، د طالبانو له‌خوا په نادولتي مؤسسو کې د افغان نجونو او ښځو د کار د بیا پیل لپاره یوه حل لار پیدا کړي.

هغه پرون په کابل کې اسوشېټېډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز په اړه د طالبانو فرمان د دوی کارونه فلج کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا وروستیو کې رسنیو ته ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې ښځې د غیر دولتي سازمانونو په هغو برخو کې کار کولو ته اړتیا نه‌لري چې ورته ضرورت نه‌شته.

د ناروې د کډوالو شورا مشر اوس تکل کړی چې، کندهار ته ولاړ شي، ځکه د ده له قوله، ټول فرمانونه له هغه ځایه راځي.

نوموړي خپله مرکه کې زیاته کړې، که څه هم پوهېږي چې د طالبانو مشر به ور سره و نه ګوري، خو هیله لري چې سفر به یې ملاهبت‌الله اخندزاده ته په نږدې کسانو تاثیر ولري.

اسوشېټېډ پرس د دوو نورو مرستندویه مؤسسو د چارواکو له قوله چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي لیکلي، په کابل کې ځینو طالب مشرانو ورته دا تصور ورکړی چې دوی غواړي نجونې او ښځې بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي، خو دا پرېکړه په کندهار کې د دوی رهبرۍ کړې.

د NRC مشر هم د طالبانو خپل‌منځي اختلاف ته اشاره کړې او ویلي یې دي، د طالبانو داخلي کشالو او د نجونو او ښځو په اړه سخت دریځو فرمانونو د دوی چارې ګډې وډې کړې دي.

"زموږ له ښځینه همکارانو پرته موږ نه‌شو کولای کار وکړو

هغه زیاته کړې، هغه طالب چارواکي چې کابل کې دي، دا چې پوهېږي بشري مرستو رسولو کې د ښځو ونډه څومره اړینه ده، لېوال دي چې هغوی بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یو پیغام هم خپور او په‌کې يې وویل: "زموږ له ښځینه همکارانو پرته موږ نه‌شو کولای کار وکړو موږ په دې داسې وضعیت کې افغان ښځو ته مرستې نه‌شو رسولای او دا زموږ اصول هم نه‌دي. ما د طالبانو د اقتصاد وزیر ته دا خبره وکړه، هغه وویل دی پر دې پوهېږي چې دا یو منجمد حالت دی او موږ په داسې یو حالت کې په افغانستان زرګونه اړمنو کورنیو ته مرستې نه‌شو رسولای."

يان ایګلنډ واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو مخکې د دوی له‌خوا د نجونو د زده‌کړو، کار او نورو برخو کې شویو ژمنو ته په اشارې سره وايي، دا ټولې ژمنې شوې وې، خو موږ ګمراه کړل شوي یو.

هغه زیاته کړې، د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې د طالبانو دا فرمانونه د افغانستان او افغانانو، اقتصاد او د دوی د راتلونکې پر وړاندې لویه تېروتنه ده.

"دوی«طالبان» له موږ غواړي چې له خپلو ښځینه همکارانو پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړو

ایګلند زیاته کړې: "دوی«طالبان» له موږ غواړي چې له خپلو ښځینه همکارانو پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړو، خو کله چې موږ ورته د رد ځواب ورکوو، دوی«طالب چارواکي» متوجه کېږي چې ټول ملت نړیوالو مرستو لکه خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو پورې تړلی."

تمه ده د ناروې د کډوالو شورا مشر په کابل کې د یو شمېر مسلمانو هېوادونو لکه قطر او سعودي عربستان له سفارتي چارواکو سره هم وګوري، هغوی چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه یې د طالبانو د مشر له‌خوا د بندیز فرمانونه غندلي دي.

يان ایګلند داسې مهال افغانستان ته سفر کړی، چې تمه ده راتلونکو ورځو کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر مارک ګریفیټس هم کابل ته سفر وکړي.

د هغه د سفر موخه هم په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په اړه د یوې حل‌لارې پیدا کول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG