د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

انډپنډنټ: له افغانانو سره زموږ ژمنه زر ټوټې شوه


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو ښځو د لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو ښځو د لاریون انځور

انډپنډنټ:

انډپنډنټ ورځپاڼې 'له افغانانو سره زمونږ ژمنه زر ټوټې شوه' تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

لیکوال ویلي چې نوی کال بدلون لپاره یو فرصت دی.

د انډیپنډنټ په وینا د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د دې اونۍ په پیل کې په یوه وینا کې وویل، هغه به خپلې ژمنې عملي کړي.

په مقاله کې زیاته شوې چې د کابل د سقوط د صحنو هېرول ګران کار دی، په افغانستان کې په بریدونو او مظاهرو کې سلګونه کسان ووژل شول، میلیونونه خلک له هېواده تېښتې ته اړ شول او اوس افغان ښځې او نجونې له سختو بندیزونو سره مخامخ دي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې په بریتانیا کې د بیا مېشتېدو د پلان له مخې دې هېواد ژمنه کړې چې په راتلونکو کلونو کې به ۲۰ زره افغانان او په لومړي کال کې به پنځه زره افغانان په درېیو برخو کې مېشت کړي.

د مقالې د لیکوال په وینا هغه افغانان چې له مخکې یې په بریتانیا کې مېشته کېدو ته اړتیا درلوده، هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ معرفي کړي او هغه افغانان چې د بریتانیا د حکومت لپاره یې کار کړی دی.

انډپنډنټ ورځپاڼه وروسته لیکلي چې یو کال تېر شو او دا ژمنه نه یوازې دا چې پوره نه شوه، بلکې زرګونو ټوټې شوې ده.

ای نیوز:

ای نیوز بریتانیايي ورځپاڼې په خیریه موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د بندیز په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې په خیریه موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز به په میلیونونو نور خلک هم "لوږې" ته اړ کړي.

په مقاله کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا آی آر سي ویاندې سمیرا سیدالرحمن له قوله راغلي، دا ظالمانه امر به په افغانستان کې پر ښځو "ویجاړونکی" اغېز ولري.

د مقالې د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې د آی آر سي له ۸۰۰۰ کارکوونکو شاوخوا ۳۰۰۰ ښځې وې.

همداراز ویل شوي چې د دې موسسې د کارکوونکو ۹۹ فیصده کارکوونکي افغانان دي او تېر کال یې له شپږو میلیونو خلکو سره مرسته کړې ده.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ویاندې سمیرا سیدالرحمان له قوله راغلي چې دې په افغانستان کې د خپل اووه کلن کار پر مهال هېڅ کله دومره ډېر خوارځواکي ماشومان نه وو لیدلي لکه د طالبانو د سختو بندیزونو په نتیجه کې چې په ژمي کې د قحطۍ خطر زیات شو.

آی آر سي له شاوخوا ۱۸۰ مرستندویه موسسو یوه ده چې د ښځو پر کار د طالبانو له بندیز وروسته یې په ټول افغانستان کې خپل عملیات وځنډول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG