د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د ځینو سینګارګرو ادعا: طالبانو مونږ ته د سینګارتونونو د تړلو امر کړی


په افغانستان کې د یوه سینګارتون انځور
په افغانستان کې د یوه سینګارتون انځور

د یو شمېر ولایتونو سینګارګرې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت اړوند ریاستونو له لوري ورته ویل شوي چې خپل سینګارتونونه وتړي.

یوه نجلۍ خپل نوم نه اخلي، خو وايي کورنۍ نوم یې ترین او د بلخ پوهنتون محصله ده.

هغه وایي، شپږ خویندې دي، ورور نه لري، دا د پلار مشره لور ده، د کور مسوولیت ورغاړې دی او هیله یې دا وه چې ښوونکې شي، خو پوهنتون یې پر مخ وتړل شو.

مېرمن ترین وویل، له مجبورۍ یې په سینګارتون کې کار پیل کړ چې کورنی لګښت وګټي، خو ادعا کوي چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له خوا د سینګار ځای خاوندې ته وویل شول چې د سینګار سالون وتړي.

ترین ازادي راډیو ته وویل: "د امر بالمعروف له خوا زموږ دوکان ته خلک راغلل او ویې ویل، یوه اوونۍ وخت لرئ چې دوکان بند کړئ، موږ هم دوکان بند کړ ټولې په کورونو کې ناستې یو، ټولې فقط ژاړو او بس. همدا موږ ته یوازنۍ د رزق راوړلو لار وه."

ترین زیاتوي چې دې سره یاد سینګارتون کې اووه نورې ښځې هم وې چې ټولو د مجبوریت له مخې کار کاوه، خو په خبره یې اوس ټولې په کور وزګارې ناستې دي.

د لغمان ولایت یوه سینګارګره چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې یې ورته ادعا وکړه.

دا سینګار ګره وايي، د سړک غاړې ټول سینګارتونونو ته یې لس ورځې وخت ورکړی چې باید وتړل شي.

دا چې سینګارتون یې له ښار لږ وتلی دی وايي، نن یا سبا به زما سینګارځای ته هم ورسېږي.

هغه زیاتوي: "زموږ یوه مړۍ ډوډی له همدې سینګارځای لاسته راځي. په اوسنيو شرایطو کې تاسو ته معلومه ده چې کاروبار نارینه وو ته هم نه شته نو موږ ښځې مجبورې یو کار وکړو او یوه مړی ډوډۍ وګټو. نو دا ډېره سخته کېږي که سینګارځایونه بند شي."

په بغلان کې هم د لغمان په څېر سینګارګرې ادعا کوي چې ورته ته ویل شوي، خپل سینګارځایونه وتړي.

د بغلان ولایت یوه سینګارګره، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله خپل نوم واخلي.

هغې وویل: "موږ ټول ډېر خپه یو چې خپله ډودي به څنګه لاسته راوړو په ځانګړي توګه هغه ښځو چې کار یې کاوه او د خپلو کورنیو سرپرستي ورترغاړې وه، اوس ټولې دا ښځې په کور ناستې دي او یوې مړۍ ډوډي ته حیرانې دي."

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یوه سنګارتون انځور
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یوه سنګارتون انځور

هرات ولایت کې هم دا ادعاوې شوي دي.

سینګار ګره رویا حیدري چې وايي، پلار مړ دی او د کور یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده.

هغه وايي: "موږ په سینګارځای کې وو چې د امربالمعروف کارکوونکي راغلل او ویل سینګارځای یې بند کړئ. موږ هم ډیر ډارېدلې وو، موږ ته یې یوه اوونۍ فرصت راکړ، موږ هم بند کړ. اقتصادي وضعیت هم ډېر خراب دی، نرخونه هم ډېر جګ تللي د خلکو انګېزه هم له منځه تللې او بیا دا اقتصادي ستونزې!"

د ازادي راډیو خبریال د سینګار ګرو دا ادعاوې او اندېښنې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له ویاند عاکف مهاجر سره هم شریکې کړې، خو د اپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

خو نوموړي بیا نن پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي: "امربالمعروف وزارت د یو شمېر رسنیو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي بلخ کې یې د ولایتي ریاست له لوري د ښځینه‌ وو دوکانونه او بغلان کې سینګارتونونه تړل شوي وي."

‏عاکف مهاجر ویلي، وزارت هڅه کوي د ښځینه‌وو دوکاندارانو لپاره ځانګړی ځای وټاکي، خو تر ټاکل کېدو پورې به دوی په خپلو ځایونو کې فعالیت کوي.

دا معلومه نه ده چې په ټول افغانستان کې څومره سینګارتونونه شته او په کوم شمېر نجونې او ښځې په کې په کار بوختې دي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره پر افغان نجونو او ښځو ډیر محدودیتونه ولګېدل، دوی له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو،پوهنتونونو، کورسونو او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو راوګرځول شوې.

نورو عامه ځایونو لکه پارکونو، ښځینه حمامونو او ورزشي کلبونو ته یې هم پر تګ بندیز ولګول شو.

حجاب پرې اجباري او له شرعي محرم پرته له لرې واټڼ سفر هم هم منع شوې.

اوس دا دی ادعاوې موجودې دي چې دوی ته یې ویلي چې سینګارتونونه هم وتړي.

د یادونې ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو حکومت له خوا لګول شویو محدودیتونه مخکې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG