د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې به له طالبانو کومې غوښتنې وشي؟


د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو بيرغونه
د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو بيرغونه

ټاکل شوې د سعودي عربستان پر وخت لس بجې د جدې په ښار کې د اسلامي همکاريو د سازمان غونډه جوړه شي.

د اسلامي همکارۍ په سازمان کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، چې دا غونډه د سعودي، ترکیې او ګامبیا چې افریقايي هېواد دی په غوښتنه رابلل شوې ده، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په‌کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

ښايي په اعلامیه کې له طالبانو په جدي ډول وغوښتل شي چې د افغان مېرمنو د تحصیل او کار په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي

سرچینه چې نه‌غواړي په راپور کې پېژندنه وشي، وايي په دې غونډه کې چې د اسلامي همکارۍ په سازمان کې د اسلامي هېوادونو سفیران به په‌کې برخه واخلي، د طالبانو د حکومت په هغه تګلارو بحث او خبرې وشي چې له مخې يې په افغانستان کې ښځې له کار او زده‌کړو منع کړل شوې دي.

سرچینه وايي، د غونډې په پای کې چې د سعودي په وخت څلور او د کابل په وخت نږدې شپږ نیمې بجې کېږي اعلامیه هم خپره شي.

دغه سرچینه وايي، ښايي په اعلامیه کې له طالبانو په جدي ډول وغوښتل شي چې د افغان مېرمنو د تحصیل او کار په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي او دغه شان به طالبانو ته وویل شي چې د ښځو په وړاندې د دوی پرېکړې د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

د اسلامي همکارۍ د سازمان يادې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازی نه‌دی غوښتل شوی.
د اسلامي همکارۍ د سازمان يادې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازی نه‌دی غوښتل شوی.

سرچینه وايي، که طالبان دغه غوښتنې ونه مني ښايي وروسته د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ستره غونډه راوبلل شي او د افغان مېرمنو په اړه د طالبانو د وروستیو پرېکړو په اړه په‌کې بحث وشي.

د طالبانو د حکومت ویاندویانو تر اوسه د دغه غونډې په اړه زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ۵۷ غړي لري.

دا سازمان په ۱۹۶۹ میلادي کال کې د اقصی جومات تر سوځېدو ورسته جوړ او لومړنۍ غونډه یې په مراکش کې وکړه.

د دې سازمان په لومړني غونډه کې د افغانستان د پاچا ظاهر شاه په استازولۍ د هغه وخت د عدلیې وزیر استاد عبدالستار سیرت برخه لرله او د دې سازمان منشور يې لاسلیک کړو.

د اسلامي همکارۍ سازمان په عمومي ډول په اسلامي هېوادونو کې د ستونزو او مشکلاتو په اړه غونډې کوي.

د افغانستان په اړه د دغه سازمان د نن ورځې ځانګړې غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې طالبانو په تېر دسمبر میاشت کې په دوه بېلابېلو فرمانونو کې د ښځو پر تحصیل او په غیر دولتي مؤسسو کې یې په کار کلک بندیز ولګاوه.

د اسلامي همکارۍ سازمان مخکې تر دې د طالبانو دا پرېکړه په یوه اعلامیه کې غندلې او او دا يې د اسلامي شریعت د مقاصدو او د امت د اجماع خلاف عمل بللی و.

د دې ترڅنګ د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او په غبرګون کې يې څو نړیوالو مرستندویه مؤسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو دا پرېکړه په افغانستان کې د میلیونونه هغو بې‌وزله کورنیو په ژوند نېغ په نېغه اغېز لري، چې اوس مهال يې ژوند په بشري مرستو ولاړ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG