د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

تورنټو سټار ورځپاڼه: طالبانو ولې خپلې ژمنې عملي نه‌کړې؟


تورنتو سټار ورځپاڼه:

تورنټو سټار ورځپاڼې په دې اړه چې ولې طالبانو هغه ژمنې چې ویلې وې بدلې شوې، عملي يې نه‌کړې او په افغانستان کې په رښتیا وروستۍ خبره څوک کوي، تر سرلیک لاندې، واک ته له رسېدو مخکې د طالبانو د یو شمېر مشرانو ژمنو او د حکومت د فيصلو تر شاه یې د اصلي ځواک موضوع ته پام اړولی.

ياده ورځپاڼه ليکي، دوه کاله وړاندې، چې طالبان لا واک ته نه وو رسېدلي، د طالبانو د مذاکره کونکو د ټیم یوه مهم غړي شهاب الدین دلاور په قطر کې په یوه بین الافغاني کنفرانس کې اعلان وکړ چې ټولې ښځې به له لومړي ټولګي نیولې تر دوکتورا پورې زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري.

تورنټو سټار لیکي، دا د ۲۰۱۹ کال دوبی و خو د تېر ۲۰۲۲ کال په ژمي کې دغه ژمنه په اوبو لاهو شوه.

د ورځپاڼې په لیکنه واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د نجونو پر مخ د لوړو زده‌کړو ښوونځي وتړل شول او څه کم یوه میاشت وړاندې هم طالبانو ښځې پوهنتونونو ته له تلو راوګرځولې او هم یې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې.

تورنټو سټار وړاندې لیکي، کلونه کلونه د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر استازیو چې په ۲۰۲۰ کال یې له امریکا سره یو تړون لاسلیک کړ، له نړيوالو او افغانانو سره دا ژمنه کوله چې طالبان بدل شوي او ټولې ښځې به د تعلیم او کار کولو اجازه ولري.

د تورنټو سټار په لیکنه له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د دې ډلې د قدرت اصلي جوړښت را څرګند شوی او د سخت‌دریځۍ چلند ته په کتو یې کېدای شي هغه په یوه شخص پورې وتړل شي.

طالبان چې ځان اسلامي امارت بولي، ټول واک یې د ستر مشر، ملاهبت الله اخندزاده په لاس کې دی.

د ورځپاڼې په لیکنه اخندزاده چې په کندهار کې مېشت دی، په نادره توګه د کابینې په غونډو کې برخه اخلي او له بهرنیو ډیپلوماتانو او د ملګرو ملتونو له چار واکو سره له ليدنو کتنو هم ډډه کوي.

د افغانستان د چارو کتونکی او ژورنالېست سمیع یوسفزي تورنټو سټار ته ویلي چې، په خصوصي توګه څرګندونو کې د طالبانو د کابینې نوي سلنه غړیو ویلي، دوی په دې باور دي چې ښځې باید ښوونځیو او پوهنتونونو ته پرېښودل شي خو د ده په خبره که څوک په ښکاره مخالفت وکړي خپله دنده له لاسه ورکوي او همدا علت دی چې هیڅوک نه‌غواړي چې د ملا هبت الله اخندزاده پرېکړه رد کړي.

د تورنټو سټار په لیکنه په کندهار کې د ملا هبت الله اخندزاده پر شا و خوا یوه ډله سخت دریځي ملایان را ټول دي چې ټول یې د پرېکړو درناوی کوي او په کابل کې یې له وزیرانو سره اړیکې ډېرې محدودې او اکثراً د خپل دفتر د مشر یا د کندهار د والي له‌خوا چې د ده اعتباري کس دی، هغوی ته د پیغامونو په لېږلو سره ټینګې دي.

مارنینګ سټار ورځپاڼه:

له اسټرالیا خپرېدونکې مارنینګ سټار ورځپاڼې د ناروې د کډوالو د شورا د مشر څرګندونو ته پام اړولی او لیکي، یان ایګلنډ د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان په سفر کې وویل، چې د طالبانو خپل‌منځي جنجالونو په افغانستان کې د بشري مرستو چارې له خنډ سره مخامخ کړې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، نوموړی چې افغانستان ته د یوې اوونۍ په سفر تللی، د طالبانو له مشرانو سره یې کتلي او له هغوي یې غوښتي چې په کورنیو او نړېوالو غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو هغه بندیز چې څه باندې دوه اوونۍ مخکې یې لګولی، لیرې کړي.

د مارنینګ سټار په لیکنه طالبانو ویلي دغه بندیز ځکه ضروري و چې د دغو مؤسسو ښځینه کار کونکو سم اسلامي حجاب نه مراعت کاوه.

په مطلب کې وړاندې لولو چې مرستندویه ډلو، بهرنیو دولتونو او ملګرو ملتونو ویلي، ښځې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو په رسولو کې مهمه ونډه لري او پر کار کولو لګول شوی بندیز یې باید ليرې شي.

د ورځپاڼې په لیکنه ډېرو مؤسسو خپل فعالیتونه درولي او خبرداری یې ورکړی چې دغه اقدام به د افغانستان د وګړو لپاره چې له مخکې لسیزو جګړو او اقتصادي ناوړه وضعیت ډېر زیانمن کړي، وژونکې پایلې ولري.

د ناروې د کډوالو شورا چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، په دې هېواد کې ۴۷۰ ښځینه کار کونکې لري چې د هغو او نورو نارینه کارونکو پر مټ یې په تېر ۲۰۲۲ کال کې له ۸۴۰ زره زیاتو افغانانو ته مرستې رسولې دي.

د دې شورا مشر ویلي، کندهار ته ځي خو تمه نه‌کوي چې د طالبانو مشر به ورسره وګوري خو بیاهم د دې تمه کوي چې که وکولای شي هغه ته په نژدې کسانو یو اغېز پرې باسي.

XS
SM
MD
LG