د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د اسلامي همکاريو سازمان: د ښځو پر زده‌کړو او کار بنديز لګول له اسلامي قوانينو سرغړونه ده


د اسلامي همکارۍ د سازمان د غړيو هېوادونو استازي، انځور - ارشيف
د اسلامي همکارۍ د سازمان د غړيو هېوادونو استازي، انځور - ارشيف

د اسلامي همکاریو سازمان چې ۵۶ غړي لري غوښتنه وکړه چې ښځې او نجونې باید په افغانستان کې کار او زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري.

د دغه سازمان په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه ماښام یې له بېړنۍ غونډې وروسته خپره کړه راغلي، تعلیم ته د نجونو لاس‌رسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او نه باید محدود شي.

د اعلامیې په دوام راغلي، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي یووالي ملاتړ کوي او هلته د پرمختیا، ثبات، امنیت، سولې او بشري حقونو د تامین غوښتونکی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان تېر ځل د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې د اسلام اباد په کوربه‌توب د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډه جوړه کړې وه.

دا ځل دغه سازمان په زغرده له طالب چارواکو غوښتي چې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه خلاص او پرېږدي چې افغان مېرمنې په هره برخه او څانګه کې چې غواړي تحصیل وکړي.

د طالبانو د حکومت دا دی نژدې ۱۷ میاشتې تېریږي، خو هیڅ هېواد نه‌دی حاضر شوی چې دوی په رسمیت وپېژني.

د دغه کار یو اساسي لامل د ښځو پر تعلیم، کار او بشري حقونو د بندیزونو لګول ښودل کېږي.

طالبان بیا وایي، د اسلامي شریعت او افغاني دود په چوکاټ کې نجونو او ښځو ته حقونه ورکوي، خو یو شمېر ښځینه فعالانې د طالبانو دا دریځ عمومي بولي او وایي، دوی د خپل سخت تعبیر له‌مخې پر ښځو او نجونو دا محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG