د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

امريکا: افغانستان کې تاوتريخوالی او بشري وضعيت د لوېديځ لپاره ګواښ دی


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د متحده ایالاتو د ملي استخبارات ادارې د ترهګرۍ مرکز مشرې کریستین ابي زید د امریکا د ولسي جرګې د کورنۍ امنیت کمېټې ته وویل، چې تاوتریخوالی او افراطیت لا هم د لوېدیځ لپاره یو ګواښ دی.

اغلې ابي زید دې کمېټې ته وویل، داسې ښکاري چې د داعش خراسان څانګه به له افغانستانه بهر عملیات کوي.

"کوم ګواښ چې زه د افغانستان په اړه ډېره اندېښمنه کړې یم هغه د داعش د خراسان څانګه ده"

نوموړي ويلي: "کوم ګواښ چې زه د افغانستان په اړه ډېره اندېښمنه کړې یم هغه د داعش د خراسان څانګه ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ تر اوسه يې له ځانه ډېره وړتیا ښودلې، دوی ان له افغانستانه بهر په ورڅېرمه سیمو کې هم ځينې بریدونه کړي دي او زه د دوی له دې لېوالتیا اندېښمنه یم چې غواړي د خپلو حملو لمن پراخه کړي، نو دا زموږ لپاره تر ټولو ستر لومړیتوب دی."

نوموړې زیاته کړه چې د جولای په میاشت کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د دې ډلې ستراتیژیک شاه تګ و او دا چې د دغه شبکې د افغانستان څانګه اوس مهال په کمزوري دریځ کې ده خو وې ویل، چې القاعده لا هم د امریکا پر ګټو د برید نیت لري.

ارشيف
ارشيف

د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې رییس کرسیتوفر-ری یادې کمېټې ته وویل چې د ده اداره پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اندېښمنه ده، ځکه د ده په خبره چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دوی د معلوماتو په راټولولو کې له ننګونو سره مخ دي.

د نوموړي په خبره د القاعده په ګډون داعش او نورې ترهګرې ډلې نیت لري چې په امریکا کې ستر بریدونه وکړي.

"موږ له طالبانو سره د القاعده شبکې اړیکو ته په کتو او د دغه شبکې د بیا انسجام په اړه د دې ډلې لید لوري ډېر اندېښمن کړي یو"

نوموړي وويل: "موږ له طالبانو سره د القاعده شبکې اړیکو ته په کتو او د دغه شبکې د بیا انسجام په اړه د دې ډلې لید لوري ډېر اندېښمن کړي یو او دا اندېښنه د کابل په زړه کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د موندلو یو اړخ دی، زه غواړم ووایم چې موږ د القاعده او د داعش د خراسان څانګې له لوري په متحده ایالاتو او یا په کوم بل ځای کې د امریکا پر ضد د احتمالي برېد په اړه اندېښمن یو."

دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د روان میلادي کال د جولای په ۳۱ مه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

له طالبانو مو د دغه تازه اندېښنو په اړه وپوښتل خو ویاندویانو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي او بهرني هېواد پر ضد استعمال نه‌شي.

دغه شان يې په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ جدي نه و بللی او ویلي و، دغه ډله له پښو غورځېدلې او په افغانستان کې معلومه جغرافیه په واک کې نه‌لري.

ښاغلي مجاهد ویلي و، د داعش ډېر شمېر غړي وژل شوي او پاتې به يې هم له منځه یوړل شي.

خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې د داعش د خراسان څانګې بریدونه زیات شوي دي.

کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز د چاودنې انځور
کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز د چاودنې انځور

طالب پلوه دیني عالمان، د صوفیانو مسجدونه او په هزاره افغانانو حملې د دغه وسله‌والې ډلې اهداف دي چې تر ډېر دوی د دغو حملو مسوولیت هم منلی دی.

خو پر کاج ښوونیز مرکز خونړۍ حمله چې د دې مرکز نږدې ۵۵ زده‌کوونکې په‌کې ووژل شول مسوولیت يې هیڅ کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، که څه هم د طالبانو امنیتي بنسټونو يې داعش وسله‌وال مسوولین وبلل.

دغه حملې نه یوازې په کور دننه د داعش خراسان څانګې د وسله‌والو په اړه ویره زیاته کړه بلکې په نړیواله کچه يې اندېښنې راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG