د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د امريکا د ملي امنيت نوې ستراتېژي خپره شوه؛ د افغانستان په اړه په‌کې څه دي؟


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

سپینې ماڼۍ د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د ملي امنیت نوې ستراتیژي خپره کړې.

دا تګ‌لاره چې پرون ناوخته خپره شوې، د افغانستان به اړه هم په‌کې راغلي او ښيي چې له دې هېواده د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته، متحده‌ایالات په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دي.

په دې ۴۸مخیزه ستراتيژۍ کې لیکل شوي"امریکا د ترهګرۍ له ګواښونو د خپلو هېواد او خلکو د ساتنې لپاره ثابت قدمه ده او کله چې تروریستي ګواښونه زیاتېږي، هماغه ډول باید دوی د ترهګرۍ ضد چلند هم بدلون وکړي."

"امریکا د ترهګرۍ له ګواښونو د خپلو هېواد او خلکو د ساتنې لپاره ثابت قدمه ده"

په دې ستراتېژۍ کې لیکل شوي، که څه هم امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي، خو متحده‌ایالات د القاعده، داعش او نورو ترهګرو پر وړاندې د جګړې د دوام لپاره په خپل توان باور لري.

ستراتېژۍ کې د بېلګې په توګه، په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدو ته اشاره شوې او زیاتوي: "امریکا په دې عملیاتو سره وښوده چې دا ډاډ حتما تر لاسه کوي چې افغانستان به بیا هیڅ‌کله د متحده ایالاتو یا زموږ د متحدینو لپاره د تروریستي بریدونو لپاره په خوندي ځای بدل نه‌شي."

ښکاري چې د جمهور رئیس بایډن د ملي امنیت په ستراتيژۍ کې، د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو ګواښونو د شتون پر مهال، د ورته نورو بریدونو احتمال شته.

د امريکا ولسمشر جو بايډن
د امريکا ولسمشر جو بايډن

د دې ترڅنګ په دې تګ‌لاره کې طالبان اړ ګرځول شوي چې د خپلو هغو ژمنو په اړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې کړي، ځواب ویوونکي اوسي.

له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو هیڅ مسؤل چارواکي يې ځواب را نه‌کړ.

د جمهور رئیس بایډن د ملي امنیت په تګ‌لاره کې دا هم روښانه شوې چې د ترهګرۍ ګواښ توپیر کړی او تر ډېره القاعده، داعش او ورسره د تړلو ډلو ګواښ، له افغانستان او منځني ختیځه، جنوب ختیځې اسیا او افریقا ته پراخه شوی دی.

خو په دې ستراتېژۍ کې دا ګوت‌څنډنه هم شوې چې امریکا به د ټولو هغو ترهګرو ډلو د له‌منځه‌وړو لپاره پوځي ځواک وکاروي چې متحده ایالات، وګړي یې او یا هم په بهر کې په ډیپلوماټیکو او نظامي تاسیساتو بریدونه وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبان تورنوي چې له افغانانو سره د بشري حقونو د رعایت او په نورو برخو کې په خپلو شویو ژمنو عمل نه‌دی کړى.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو سره خبرو کې خبرداری ورکړ، که وضعیت بدل نه‌شي، بدې پایلې به ولري او طالبان به یې لوړه بیه پرې کړي.

نېډ پرايس
نېډ پرايس

نوموړي ويلي: "طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی. موږ څو ځله دا خبره کړې چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پالیسي د بشري حقونو خلاف عمل دی، څو چې طالبان د افغانستان پر ښځو او نجونو فشار ته دوام ورکړي، له نورې نړۍ سره به د طالبانو اړیکې خرابې شي."

"طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی."

خو طالبان بیا په ځلونو وايلي، افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې په کور دننه او نړیواله کچه سخته ننګول شوې ده.

د سه‌شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ښځو سره د ناوړه چلند په خاطر پر طالبانو تازه بندیزونه ولګول چې له مخې یې، د طالبانو پر مشرانو او نورو هغو کسانو چې د سختو پالېسیو او تشدد له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي ویزې بندېږي.

خو د دې کار په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، دا ډول عمل د اړیکو د ښه کېدو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG