د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

انتوني بلېنکن: امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمنه ده


انتوني بلېنکن
انتوني بلېنکن

د امریکا متحده‌ایالاتو په سویلي اسیا کې د القاعده ډلې او د پاکستاني طالبانو څلور مشران د ترهګرو په توګه نومولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې کسانو نومونه په سویلي اسیا کې د القاعده مشر اسامه محمود، د هغه مرستیال عاطف یحیی، د القاعده شبکې د استخدام مسوول محمد معروف او د پاکستاني طالبانو مشر قاري امجد ښودل شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د امریکا د دې پرېکړې پر بنسټ، د دې کسانو ټول ملکیت او داريي کنګل کېږي او د متحده‌ایالاتو ټول وګړي له دوی سره د هر ډول ښکېلتیا څخه منع ګرځول شوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د دې ترهګرو شتون ته اشاره شوې او زیاتوي: "متحده ایالات ژمن دي چې په افغانستان کې د هغو ټروریسټي ډلو له‌خوا چې د هند په لویه وچه کې د القاعدې (AQIS) او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یوې برخې په توګه فعالیت کوي، د ګواښ سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد وسیلو څخه کار واخلي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم په خپله ټویټرپاڼه دا خبره یقیني کړې چې ګنې د القاعده او پاکستاني طالبانو دا څلور مشران په افغانستان کې دي.

هغه لیکلي: "متحده ایالات په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له‌خوا له رامنځ‌ته شوي ګواښ سره مبارزې ته ژمن دي، څو دا یقیني کړي چې ترهګر له افغانستان څخه د نړیوال تروریزم د یوه خوندي ځای په توګه کار وا نه‌خلي."

خو طالبان بیا دا خبره نه‌مني چې ګنې افغانستان دې د ترهګرو لپاره خوندي ځای وي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې نه موږ چا ته داسې اجازه ورکوو او نه داسې څوک شته. موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا په ضد وکاروي او یا هم د افغانستان له خاورې نا سمه استفاده وشي. دا زموږ سټراټیژي او د افغانستان او د سیمې اړتیا ده."

طالبان داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرو د نشتون ادعا کوي چې د امریکا متحده‌ایالاتو د جولای په وروستیو کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري د وژلو خبر ورکړ.

ترڅنګ یې پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

هغه ویلي، د پاکستاني طالبانو مشران او نږدې ۶ زره غړي افغانستان کې پټ دي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

XS
SM
MD
LG