د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

واشنګټن ایکزامینر: داعش په افغانستان کې د جلب او جذب بهیر چټک کړی


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

واشنګټن ایکزامینر:

واشنګټن ایکزامینر ورځپانې د طالبانو او چین په نږدې اړیکو او په افغانستان کې د داعش د وسله والې ډلې پر زیاتېدونکي ګواښ یوه لیکنه کړې ده.

په لیکنه کې په کابل کې د ډسمبر په میاشت کې پر یوه هوټل چې چینیان په کې اوسېدل د برید یادونه شوې.

د دې برید مسوولیت د داعش وسله والې ډلې منلی و.

لیکنه وايي، د جنورۍ په ۵مه طالبانو اعلان وکړ چې پر دې چینايې هوټل په برید کې د ښکېلو کسانو په شمول يې د داعش د خراسان څانګې اته کسان وژلي دي.

د ورځپاڼې په وینا، په سبا يې د چین د نفتو او ګازو یوې کمپنۍ د طالبانو له حکومت سره د افغانستان په شمال کې د امو سیند په نفتي حوزه کې د تېلو د رایستلو یو مهم قرارداد لاسلیک کړ.

د واشنګټن ایکزامینر په ټکو چین په افغانستان کې دا پانګونه داسې مهال کوي چې طالبانو د ډسمبر په وروستیو کې ښځې په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې او په غبرګون کې يې څه باندې ۱۸۰ نادولتي سازمانونو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول.

واشنګټن ایکزامینر په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې زیاتېدونکي ګواښ ته اشاره کړې او وايي چې دغې ډلې په افغانستان کې د جلب او جذب بهیر چټک کړی.

سټارز اینډ سټرایپس:

له امریکا خپرونکې سټارز اینډ سټرایپس بیا د هغه مالي زیان په اړه یو راپور خپور کړی چې له افغانستان څخه امریکا ته ایستل شویو افغان کډوالو امریکايي نظامي اډو ته اړولی.

دې ورځپانې لیکلي، په ټوله امریکا کې به اته نظامي اډې ۲۶۰ میلیونه ډالر ولګوي څو هغه زیانونه ترمیم کړي چې په دغو اډوو کې ځای پر ځای شویو افغان کډوالو دې بېسونو ته اړولي دي.

امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورساوه او له ځان سره یې لسګونه زره هغه افغانان هم له دې هېواد وویستل چې له امریکا او ناټو سره يې کار کړی و.

د دې افغانانو زیاتره یې په موقته توګه په همدې پوځې اډوو کې ځای پر ځای کړل.

ورځپانه د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش په حواله لیکلي، په تکزاس، نیوجرسي، ویسکانسین، انډیانا او نیو مکسیکو کې په دې بېسونو کې فرنیچر له منځه تللي، د اوبو سیستمونه يې ویجاړ شوي او اکمالاتو او تاسیساتو ته يې ګڼ نور زیانونه اوښتي دي.

سټارز اینډ سټرایپس زیاتوي، افغان کډوال په دې پوځي اډوو کې مخکې له دې چې د ویزو او بیا ځای پر ځای کېدو پروسه يې بشپړه شي میاشتې میاشتې اوسېدلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG