د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

امنيت شورا له داعش او القاعده سره د تړلو کسانو د بنديزونو په نوم‌لړ کې تغير راوستی


د امنيت شورا غونډه، ارشيف
د امنيت شورا غونډه، ارشيف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داعش او القاعده ډلې د بندیزونو کمېټې په خپلې تازه پرېکړه کې د داعش او القاعده ډلو اړوند په یو شمېر اشخاصو او ادارو خپلو بندیزونو کې نوي تعدیلات راوستي.

دا پرېکړه چې د فبروري په ۲مه تصویب شوه پر بنسټ، د دې کسانو، ډلو او ادارو شتمنۍ کنګل کېږي، له بهرنیو سفرونو راګرځول کېږي او تر څنګ یې دوی ته د وسلو په ورکولو او خرڅلاو هم بندیز لګول کېږي.

په دې بندیزونو کې ۲۹ کسان او ادارې شاملې دي چې ځینې یې په افغانستان کې هم په ترهګریزو کړنو او فعالیتونو تورن دي.

له دوی امین محمدالحق یا سیام خان چې افغان دی او په ۲۰۰۱ کال کې د القاعده او طالبانو سره د مرستې په تور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوم‌لړ کې ځای شوی دی، د یادونې دی.

همدا ډول عبدالمنان اغا چې لا یې هویت معلوم‌ نه‌دی، خو له طالبانو او القاعده ډلې سره د اړیکو،تمویل او همکارۍ په تور په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوم‌لړ کې اضافه شو.

ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، عبدالمنان اغا به د القاعده لپاره پلانونه جوړول او تر خوا به یې ورته اسانتیاوې برابرولې.

په دې نوم‌لړ کې د اندونیزیا، پاکستان، هندوستان، برېټانیې، سعودي عربستان، الجزایر، سومالیا او کویټ یو شمېر نور ترهګر هم شته چې له القاعده او داعش سره په همکارۍ، د دوی په تمویل او د پلان په جوړولو تورن شوي او دا تازه بندیزونه پرې لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د معلوماتو پر بنسټ، له دې ترهګرو ډېرو یې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ یا هم په نویمه لسیزه کې د طالبانو له واک وړاندې په افغانستان کې له القاعده ډلې سره اړیکې او همکارۍ درلودلي دي.

خو طالبان اوس بیا وايي، په افغانستان کې هیڅ بهرني ترهګر ته د فعالیت اجازه نه ورکوي، داسې مهال چې د ۲۰۲۲ کال په جون کې د القاعده پخوانی مشر ایمن‌الظواهري په کابل کې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

خو طالبانو تر ننه د ایمن‌الظواهري د وژل کېدو په اړه د خپلو څېړنو جزییات په ډاګه نه‌کړل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې همدا ډول په بوسنیا کې د طیبه نړیوال دفترونه او د مسجد الاقصی خیریه بنسټ او په نېدرلنډ کې د الحرمین په نوم د خیریه بنسټ څانګه، له داعش او القاعده سره د همکارۍ او اړیکو د خپلو نویو بندیزونو په نوم‌لړ کې راوستي ده.

د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو نو‌م‌لړ کې طالب مشران هم شته چې د دوی د غوښتنو سره سره، لا هم له دې نوم‌لړ نه‌دي ویستل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG