د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

کابل کې پر وروستۍ چاودنه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ګڼو نړیوالو رسنیو او ورځپاڼو په کابل د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په وروستي خونړي برید لیکنې کړي چې د مامورینو د رخصتۍ پر مهال وشو.

اینډیپینډینټ ورځپاڼه:

له بریتانیا خپریدونکې اینډیپینډینټ ورځپاڼې د طالبانو د یو چارواکي له خولې ویلي چې په دې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه شل ملکیان وژل شوي دي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې د دې برید پړه د داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستې.

اینډیپینډینټ وړاندې لیکلي، کله چې په ۲۰۲۱ م کال کې طالبان پر کابل واکمن شول، داعش وسله‌واله ډله په افغانستان کې د طالبانو سره په مستقیم ټکر کې راغلی ده او په دې هېواد کې یې خپلو خونړیو بریدونو ته زور ورکړی دی چې تر ډېره یې هدف د طالبانو ګزمي او د افغانستان شیعه وګړي دي.

ورځپاڼې د جنورۍ په لومړۍ نېټه د طالبانو د تالاشۍ پر پوسته یو برید ته اشاره کړې چې په‌کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه، همدارنګه په ډیسمبر میاشت کې د داعش ډلې په کابل کې د چینایانو د استوګنې پر یو هوټل هم د برید پړه منلې وه.

شرق الاوسط ورځپاڼه:

له لندن بلې خپرېدونکې ورځپاڼې شرق الاوسط چې د منځني ختیځ حالات څاري بیا په کابل کې د پنجشنبې د ورځې برید په نوي پیل شوي ۲۰۲۳ میلادي کال کې په دې ښار کې دویم لوی خونړی برید بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا برید د نړۍ ګڼو هېوادونو غندلی دی.

ورځپاڼې په دې لړ کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت غندنې ته اشاره کړې چې په‌کې یې ویلي ریاض "د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او سخت دریځۍ ټولې بڼې غندي."

دوحه نیوز:

د دوحه نیوز په نوم له قطر خپریدونکې یوې انلاین وېب‌پاڼې بیا په دې اړه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د غندنې بیان راخیستی چې ویلي یې دی، قطر تاوتریخوالی او ترهګري "هغه که د هرې انګېزې او دلیل له‌مخې وي" ردوي.

دې خپرونې هم په کابل کې وروستیو پرله‌پسې بریدونو ته چې د ډېرو پړه یې د داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستې اشاره کړې او وايي، وروسته له هغې چې طالبان بیا ځلي پر افغانستان واکمن شوي په پلازمېنه کابل کې بریدونو دوام درلود چې وروستی یې د بهرنیو چارو د وزارت د ودانۍ مخې ته رامنځته شو او ګڼ افغانان یې مړه او ژوبل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG