د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

ځینې شنونکي د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د یوې نوې سیاسي لوبې پیل بولي


د پاکستاني ځواکونو یو موټر چې د ځانمرګي برید له امله سوځېدلی.
November 30, 2022
د پاکستاني ځواکونو یو موټر چې د ځانمرګي برید له امله سوځېدلی. November 30, 2022

د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر پوهان د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د یوې نوې سیاسي لوبې پیل بولي.

د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د طالبانو حکومت په سیمه ییزو او نړیوالو پوځي سیاسي لوبو کې په ګډون تورنوي.

دوی په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د فعالیتونو په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې پاکستان یا خو د ترهګرۍ د قرباني هېواد تمثیل کوي او یا له سختو کورنیو کړکېچونو سره مخ دی.

دوی په دې باور هم دي چې دا مسئله په سیمه کې د سترو نړیوالو لوبو یوه برخه کېدای شي چې پاکستان یې هم برخه ده.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخوانی ویاند عمر شینواري په دې اړه وویل: "په لومړي سر کې ممکنه ده چې پاکستان دغه عملیات د دې لپاره تنظیم کړي چې ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي، ځکه دا دومره ستر عملیات نه دي، یوازې افراد او اشخاص وژل کېږي او تقریباً د سیمې په لویو استخباراتي لوبو کې داسې څه نه شته چې پرې بحث وکړي او دویم دلیل یې دا دی چې که رښتیا هم همداسې وي نو بیا به د پاکستان داخلي مسایلو ته ورګرځي، دا هېواد اوسمهال له سختو کورنیو کشمکشونو سره مخ دی او دا اختلافات اوس د پاکستان په پوځ او استخباراتو پورې هم رسېدلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یو شمېر لوړ پوړو پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که څه هم د طالبانو حکومت هوکړه کړې چې افعان خاوره به د پاکستان پرضد نه کارول کېږي، خو نوموړی ادعا کوي چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په افغانستان کې د پاکستان پرضد بریدونه پلانوي.

ښاغلي اصف له 'جیو نوز ' په نوم له یو پاکستاني خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل، په دې اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.

له دې وړاندې په افغانستان کې پخواني پاکستاني سفیر منصور احمد خان په یوه مقاله کې چې عرب نیوز تازه خپره کړې، ویلي چې د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارول کېدو په برخه کې طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان
په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان

منصور احمد خان ویلي په ۲۰۲۲ کال کې القاعده او داعش په افغانستان کې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د تاجیک او ازبک وسله والو تر څنګ د پاکستاني طالبانو خوځښتونه د منځنۍ اسیا پاکستان او چین لپاره د اندېښنې وړ دي.

خو د پاکستان د ملي امنیت کمېټې په خپله وروستۍ غونډه کې خبرداری ورکړی چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې ترهګرو ته خوندې پناه ځای ورکړي.

د دغې غونډې په اعلاميه کې ويل شوي چې پاکستان د خپلو خلکو د ساتنې هر ډول حق لري.

په دې اعلامیه کې کې د افغانستان نوم نه دی یاد شوی، خو تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ادعا کړې وه چې پر پاکستان ډېر بریدونه له افغانستانه پلانېږي.

هغه ویلي هغه کسان چې پر پاکستان برید کوي ښايي دوی یې پر وړاندې په افغانستان کې عملیات وکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک بیا په دې باور دی چې دا د سیمې د لویو هېوادونو پر وړاندې د لوېدیځ د لوبو یوه برخه ده.

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

هغه ازادي راډيو ته وويل: "اوس دوى وايي چې ټي ټي پي راغلي، ولې دا خبرې نوې نه دي او د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ توپير څه دى؟ دا د پاکستان د حکومت خبرې څه دي، په دې مانا چې دوى باور لري چې افغان طالبان ښه دي او پاکستاني طالبان بد دي يا دواړه ښه دي يا دواړه بد دي، دا ټوله يوه لوبه ده."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د افسوس وړ بللي.

هغه لیکلي چې طالبان د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه د ښه ګاونډيتوب غوښتنه کوي.

مجاهد ویلي چې پاکستان هم د وضعیت د کنټرول مسوولیت لري او بې بنسټه خبرې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG