د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

په افغانستان کې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شوي


د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

د راپورونو له مخې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د سولې خبرې د افغان طالبانو په منځګړتوب بیا پیل شوې دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د وسله والو له خوا د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې د پولیسو د مرکز له نیول کېدو او د سرتېرو له برمته کولو وروسته د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان له حکومت سره د دوشنبې په ورځ د دې ډلې د استازو خبرې یوځل بیا په افغانستان کې پیل شوې دي.

د پاکستان ډيلي ټایمز ورځپاڼې د خیبرپښتونخوا د والي د ویاند محمد علي سیف له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، د بنو له برید وروسته د پاکستاني چارواکو او ټي ټي پي د مشرانو ترمنځ په افغانستان خبرې پیل شوي.

که څه هم د پاکستان پوځ او پر افغانستان واکمنو طالبانو تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د خیبرپښتونخوا د والي ویاند محمد علي سیف له قوله ویل شوي چې دوی اوسمهال په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له مرکزي مشرتابه سره د خبرو په حال کې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان طالبان د دوی ترمنځ منځګړتوب کوي.

مخکې له دې هم د ټي ټي پي استازو د پاکستان د پوځ له مشرانو سره په کابل کې خبرې کړي چې نتیجه یې د یوې مودې لپاره اوربند و.

د زمري میاشتې په پیل کې د پاکستاني طالبانو مشرانو د پاکستان د حکومت له استازو سره په کابل کې تر خبرو وروسته اوربند وکړ، خو نږدې درې اونۍ مخکې ټي ټي پي په یوه بیان کې د دې اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ او خپلو وسله والو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان کې پر پوځي اهدافو حملې پیل کړي.

له هغې نېټې راهیسې د خیبرپښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې د ټي ټي پي حملو زور واخیست چې وروستۍ یې د یکشنبې په ماښام ناوخته د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې پر یوه مرکز وه.

د پاکستان امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې د دې مرکز یوه بندي د ساتونکي پولیس وسله په زور واخیسته او بیا یې خپل نور ۲۵ تنه ملګري هم له بندي خانې رااوېستل او مرکز یې تر ولکې لاندې راوست.

د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې د ټي ټي پي شاوخوا دېرش وسله وال په دې برید کې لاس لري او په مرکز کې دننه لس کسان برمته دي.

د زمري میاشتې په پیل کې د پاکستاني طالبانو مشرانو د پاکستان د حکومت له استازو سره په کابل کې تر خبرو وروسته اوربند وکړ، خو نږدې درې اونۍ مخکې ټي ټي پي په یوه بیان کې د دې اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ او خپلو وسله والو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان کې پر پوځي اهدافو حملې پیل کړي.
د زمري میاشتې په پیل کې د پاکستاني طالبانو مشرانو د پاکستان د حکومت له استازو سره په کابل کې تر خبرو وروسته اوربند وکړ، خو نږدې درې اونۍ مخکې ټي ټي پي په یوه بیان کې د دې اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ او خپلو وسله والو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان کې پر پوځي اهدافو حملې پیل کړي.

پرون د ورځې په اوږدو کې دې ډلې پر ټولنیزو رسنیو هغه ویډیوګانې خپرې کړې چې ښيي دا مرکز د دوی په ولکه کې دی او یو افسر ورسره اسیر دی.

وسله والو په دې ویډیو کې ګواښ کاوه چې که دوی ته په خوندي لاره شمالي وزیرستان ته د وتلو اجازه ورنه کړل شي نو دا افسر به ووژني.

له بلې خوا امنیتي ځواکونو پرون د دې وسله والو پرضد عملیات وکړل. په دې ترڅ کې د چارواکو په وینا د تروریزم پرضد د مبارزې د مرکز یو چارواکی وژل شوی دی.

اوسمهال د دې حملې په اړه دقیق جزییات نه شته، خو پرون ماښام ویل کېدل چې دې مرکز ته رسېدلې لارې بندې دي او په بنو کې انټرنیټ قطع شوی دی.

پاکستاني طالبانو په تېرو پنځلسو کلونو کې د پاکستان د حکومت پرضد وسله واله مبارزه پیل کړې ده.

دا ډله وايي چې په پاکستان کې د شریعت پلي کول، د حکومت له زندانونو څخه د خپلو بندي غړو خوشې کول او په قبایلي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د حضور کمول غواړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG