د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د سپين بولدک چمن دروازې ته نږدې نښته کې دواړه غاړو ته ۷ کسان مړه او ۳۰ ژوبل دي


سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

جګړه وروسته تر هغه پيل شوه چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړوله او پاکستاني ځواکونو یې مخنیوی کاوه.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید ازادي راډیو ته د یوه پیغام په استولو ویلي چې، د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو په پایله کې طالبانو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

نوموړي ويلي: "د کندهار د سپین بولدک – چمن پر پوله باندې جګړه رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې د بولدک طرف ته لس کسان پوځیان زخمیان دي یو شهید دی. دا راز درې کسان عوام زخمیان دي."

تر اوسه پورې د بولدک طرف ته لس کسان پوځیان زخمیان دي یو شهید دی.

هغه له مرګ‌ژوبلې پرته نور جزییات ورنه کړل.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ای اس پي ار په یوه بیان کې طالب پوله ساتي تورن کړي چې جنګ ته یې لمن ووهله او لومړی یې د پاکستان پر خاوره د درنو وسلو لکه هاوان او توغنديو مرمۍ وتوغولې.

د ای اس پي ار د بیان له‌مخې چې پرون ناوخته یې خپور کړی په چمن کې ۶ ملکیان وژل شوي او ۱۷ نور کسان ټپیان دي.

سپين بولدک چمن دروازه
سپين بولدک چمن دروازه

ای اس پي ار د پاکستاني پوځيانو د مرګ‌ژوبلې یادونه نه‌ده کړې خو ویلي یې دي چې، عسکرو یې پرته له دې چې په سیمه کې ملکیانو ته زیان واوړي دغو بریدونو ته ځواب ورکړی.

د پاکستان پوځ ویلي په کابل کې یې افغان واکمنو چارواکو ته د وضعیت د وخامت په اړه خبر ورکړی او ترې غوښتي یې دي چې په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار لپاره جدي ګامونه واخلي.

"موږ خو ډېر ورنږدې یو. تقریباً پنځوس ګامه لرې له موږه دا هاوانونه لګېدلي.

د سپین بولدک او چمن تر منځ د لغړیانو یا کارګرو د ټولنې یوه مشر مندوخېل ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې تایید کړې چې په چمن کې ګڼ ملکیان مړه او ټپیان دي.

نوموړي ويلي: "موږ خو ډېر ورنږدې یو. تقریباً پنځوس ګامه لرې له موږه دا هاوانونه لګېدلي. دا کوم خلک چې ولګېدل یا په کوم کور کې چې مرمۍ ولګېدې دا مو په سترګو ولېدل. پنځه ویشت کسان ټپیان شول او شپږ کسان شهیدان شول. دا زموږ ملګري وو."

په سیمه کې اوس وضعیت ارامه بلل شوی.

د پرونیو نښتو له امله د چمن – سپين بولدک دروازه له ټاکلي وخت یعنې د مازیګر له څلورو بجو یو ساعت مخکې وتړل شوه خو معلومه نه‌ده چې بېرته به خلاصه شي که څنګه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ د بیان او د چمن – سپين بولدک د پېښې په تړاو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

خو له سیمې ځینو خلکو بیا ازادي راډیو ته د هاوانونو عکسونه استولي او ویلي یې دي چې، په‌خپله پاکستاني ځواکونو دا هاوانونه د چمن – سپين بولدک دروازې ته له نږدې پوځي اډو د چمن په کورونو او مارکېټونو توغولي دي.

دوی ویلي چې طالب پوله ساتي ځواکونه داسې هاوانونه نه‌لري چې ویې کاروي.

له دې ډلې کسانو یو هم پښتون نومیږي چې په چمن کې د لغړیانو یا کارګرو مشر دی.

نوموړی وايي: "دغه هاوانونه چې رالګېدل دا د کلې له سیمو راتلل. یعنې دا په خپله د پاکستاني حکومت له‌خوا په دا کورونو او منډیانو باندې راغورځېدل."

دا لومړی وار نه‌دی چې د سپين – بولدک چمن په سیمه کې سرحدي شخړې کېږي.

د لړم میاشتې په وروستیو کې یعنې شاوخوا یوه میاشت مخکې دا لار د یوې اونۍ په مخه وروسته له هغه وتړل شوه چې د پاکستان یو پوله ساتی ملیشه د یوه بریدګر له‌خوا ووژل شو.

سیمه‌ییزو پاکستاني چارواکو طالبان د دغه برید لپاره ګرم بلل.

طالبانو که څه هم رد کړې وه چې بریدګر د دوی کس وي خو ژمنه یې کړې وه چې بریدګر به ونیول شي او دوی به د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي.

د لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواو ته د زرګونو مسافرو له ایسارېدو سربېره په خوراکي موادو بار سلګونه لارۍ هم ولاړې وې چې سوداګرو ته په‌کې میلیونونه ډالره زیان ورسېده.

XS
SM
MD
LG