د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د سپين بولدک - چمن د نښتې کشاله؛ پاکستان د طالبانو د حکومت استازی احضار کړی


سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

داسې مهال چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک چمن پر دروازه د تېرې اوونۍ جګړې پای ته رسېدلي دی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د خپل حکومت احتجاج یې ورسپارلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې، افغان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د توغندیو د وروستۍ بې دلیله حملې له کبله چې انساني او مالي زیانونه یې واړول، د پاکستان سخته غندنه یې هغه ته وسپارله.

د طالبانو د سیمه‌يیزو چارواکو په وینا یو ملکي وګړی ووژل شو او لسګونه نور ټپیان شول.

د سپین بولدک چمن په دروازه کې د یکشنبې په ورځ د دواړو خواوو په جګړه کې د بلوچستان ایالت لوري ته د سیمه‌يیزو چارواکو په وینا شپږ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شول.

په سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو هم د طالبانو د سیمه‌يیزو چارواکو په وینا یو ملکي وګړی ووژل شو او لسګونه نور ټپیان شول.

د پنجشنبې په ورځ دواړه لوري بیا هم سره ونښتل چې د پاکستاني چارواکو په وینا د چمن لوري ته یې یو تن وواژه او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.

د سپین بولدک لوري ته د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو سرچینو د دوو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

سپين بولدک - چمن، انځور - ارشيف
سپين بولدک - چمن، انځور - ارشيف

پاکستاني چارواکو په خپلو رسمي اعلامیو کې د دواړو ورځو په نښتو کې طالبان تورن کړل چې بې دلیله یې توغندي ورولي دي خو په سپین بولدک کې د طالبانو سیمه‌يیزې سرچینې بیا وايي چې، د پاکستان لوری له کلونو راهیسې غواړي چې د معزل، لقمان او شیخ محمد په نوم د افغانستان اړوند درې کلي ونیسي.

د لقمان او جهانګیر په نوم د سپین بولدک د دوو کلیو پرسر په ۱۳۹۶ کال کې هم د پخواني جمهوري نظام د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د چمن په دروازه کې جګړه شوې وه.

د وروستۍ جګړې په اړه د طالبانو حکومت رسما څه نه دي ویلي خو دفاع وزارت په یوه بیان کې چې د پنجشنبې په ماښام خپور شو، پاکستاني سرتېري د جګړې په پیل تورن کړي دي.

XS
SM
MD
LG