د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

سپين بولدک – چمن کې ولې وسله‌والې شخړې کړي؟


د سپين بولدک - چمن دروازه
د سپين بولدک - چمن دروازه

د طالبانو دفاع وزارت وايي، په سپین بولدک- چمن کې جګړه لومړی د پاکستاني عسکرو له‌خوا په ډزو سره پیل شوه، خو پاکستان بیا د جګړې د پیل ملامتي پر طالبانو اچوي.

پرون په دې سیمه کې یو وار بیا جګړه پیل شوه او ویل شوي په دې وسله‌واله شخړه کې دواړو لوریو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پاکستانۍ رسنۍ وايي په دې وسله‌واله شخړه کې یو پاکستانی وژل شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو بیا د دغسې شخړو د مخنیوي لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.

دا څووم ځل دی، چې په دې ځای کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله‌واله شخړه کېږي.

زموږ همکار، له زردشت شمس نه، چې پخوا یې په پاکستان کې د افغانستان د ډیپلومات په توګه کار کړی، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: په سپین بولدک- چمن کې ولې وخت ناوخت وسله‌واله شخړه کېږي؟

د ښاغلي زردشت شمس مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
XS
SM
MD
LG