د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

بلاول بوټو: افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده


بلاول بوټو
بلاول بوټو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي تمه لري، چې د طالبانو حکومت به د افغانستان امنیت خوندي کړي.

بلاول بوټو زرداري تېره ورځ له یو اندونیزیايي ټلوېزیون سره په مرکه کي ویلي، هیڅوک یا هیڅ هېواد نه‌غواړي، چې په کور کې يې ترهګري وده وکړي او نورې نړۍ ته ترې ګواښ پېښ شي.

نوموړي ويلي: "موږ هیله من یو چې د افغانستان یو کلن موقت حکومت به نه یوازې دا چې د ترهګرۍ مسله حل کړي، بلکې امنیت به هم برابر کړي ځکه چې دا د سولې او سوکالۍ لپاره اساسي شرط دی."

نوموړي افغانستان ته په بهرنیو چارو کې د پاکستان حکومت د دولت د وزیرې حنا رباني کهر وروستي سفر ته هم اشاره کړې او ویلي، چې دواړو لوریو د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او د اقتصادي راکړې ورکړې په زیاتېدو بحثونه وکړل.

کابل ته د رباني کهر سفر څه اهمیت لري؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د طالبانو د حکومت چارواکو تازه د ښاغلي زرداري د خبرو په اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ویاندویانو په وار وار ویلي، چې ترهګرو ډلو سره اړیکي نه‌لري او دا ډاډ یې ورکړی چې نورو هېوادونو ته به د افغانستان له خاورې ګواښ نه کېږي.

په افغانستان د ترهګرۍ په اړه د نړیوالو اندېښنې ورسته له هغې زیاتې شوې، چې امریکا اعلان وکړ، د جولای په ۳۱مه یې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د بې پیلوتې الوتکې په برید کې وژلی دی.

خو پاکستان هم ترهګرو سره د اړیکو له تورنو پاک نه دی.

خو پاکستان هم ترهګرو سره د اړیکو له تورنو پاک نه دی.

بلکې طالبانو سره د اړیکو او په هغه هېواد کې د طالب مشرانو ملا اختر محمد منصور وژل کېدو او ملا محمد عمر مجاهد مړینې، دغه شان د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدو ته په پام، ادعاګانې دا دي چې پاکستان هم د ترورېستي ډلو ملاتړ او خوندي پټن‌ځای دی.

خو پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړي دي.

ښاغلي زرداري په دغه ټلوېزوني مرکه کې، دا هم ویلي، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او د افغانستان ثبات به سیمه ییز اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي دي، چې افغانستان او پاکستان دوه ښه ګاونډیان دي او ښه ګاونډيان به پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د سپین بولدک – چمن دروازې ته څېرمه د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله واوښته، د وژل شویو شمېر ۷ تنه او د ټپیانو نېږدې دېرش تنه وښودل شو.

XS
SM
MD
LG